Pajhwok Afghan News

د اوبو او برېښنا وزارت د سېلابونو راوتلو او د سیندونو اوبو کچې لوړېدو خبردارۍ ورکړی

کابل (پژواک، ۱۹ کب ۱۴۰۲): د اوبو او برېښنا وزارت د راتلونکو درېیو ورځو لپاره د هېواد په ځینو سیندیزو حوزو کې د ورښتونو، نسبتاٌ سختې واورې ورېدو، سېلابونو له راوتلو او د سیندونو د اوبو کچې له لوړېدو خبر ورکړی دی.

یاد وزارت نن (شنبه د کب ۱۹مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د روانې میاشتې له ۲۰مې تر ۲۲مې نېټې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو سیمو کې د سېلابونو راوتلو او د سیندونو اوبو کچې د لوړېدو احتمال شتون لري.

د یاد وزارت د خبرپاڼې پر اساس، د ورښتونو او سېلابونو راوتلو اټکل د «شمال، هریرود او هلمند» سينديزو حوزو کې شوی، په ځانګړې توګه د سمنګان، بلخ، سرپل، میمنه، کوشک او کاشان، بادغیس، هرات، فراه، خاشرود، هلمند، ارغنداب او ترنک سیندونو او د یادو سیمو په ځینو سېلبرونو کې د ورښتونو له امله د سېلابونو راوتلو، د واورې ویلې کېدو او د اوبو کچې لوړېدو احتمال شتون لري.

سرچينې د يادو سيمو له اوسېدونکو غوښتي چې د سېلابونو او ورښتونو پر مهال سیند غاړو ته له ورتګ ډډه وکړي او د سيلاب او يا د سیند اوبو کچې لوړېدو پر مهال دې لاندې سيمو ته خبر ورکړي څو د انساني تلفاتو مخنیوی وشي.

Views: 11

Exit mobile version