کابل (پژواک، ۲۱ کب ۱۴۰۲): د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وايي چې د کابل ولایت په څلورو ولسوالیو کې په روغتیايي کلینیکونو کې د شپږ میلیون او ۶۵۱ زره افغانیو په لګښت د اوبو رسولو څلور شبکې جوړې شوې.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه شبکې د کابل ولایت د استالف، کلکان، دهسبز او فرزه ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) په مالي ملاتړ جوړې شوې دي.
خبرپاڼه کاږي، په دغو شبکو کې د څلورو څاګانو کېندل او د اوبو دوو – دوو اوسپني ذخیرو جوړول شامل دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د دغو شبکو په بشپړېدو سره د یادو ولسوالیو ۸۳۰ کورنیو او د کلینیکونو مراجعینو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړ.
Views: 38