ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ښار یو شمېر ناحیو کې د ۱۹ میلیون افغانیو په لګښت پروژې پلې شوې

د کابل ښار یو شمېر ناحیو کې د ۱۹ میلیون افغانیو په لګښت پروژې پلې شوې

author avatar
11 Mar 2024 - 22:31
د کابل ښار یو شمېر ناحیو کې د ۱۹ میلیون افغانیو په لګښت پروژې پلې شوې
author avatar
11 Mar 2024 - 22:31

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۲۱ کب ۱۴۰۲): کابل ښاروالي وايي چې په کابل ښار کې د ۱۹ میلیون افغانیو په لګښت د کوڅو جوړولو دوه پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د  یادو پروژو پرانیسته کې د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست استازي انجنیر ذبیح‌الله رحیمي وویل چې دغه پروژې د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو پروژوي خدمتونو دفتر په مالي مرسته ښاريانو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو او د کار زمينې برابرولو په موخه پلې شوې دي.

نوموړي زیاته کړه چې په یادو پروژو کې د دوو کوڅو جوړول شامل و چې یوه د ۱۱۶۰ متره په اوږدوالي او څلور مترو په سور د ۱۰.۲ میلیون افغانیو او دویمه د ۱۲۰۰ مترو په اوږدوالي او څلور مترو په سور د ۹.۳ میلیون افغانیو په لګښت د پنځو میاشتو په موده کې بشپړې شوې چې په هره پروژه کې د شاوخوا ۲۰۰ کسانو لپاره د کار زمینه برابره شوې وه.

[/restrict]

Views: 22

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.