کابل (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۲): د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر د اسلامي امارت له رییسالوزرا سره ليدنه کې ویلي، هېواد یې غواړي په افغانستان کې د سمنټو تولید یوې فابریکې جوړولو، د ډبرو سکرو استخراج او له دغو سکرو د ۲۰۰ میګاواټه برېښنا تولید پروژو کې پانګونه وکړي.
ارګ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې رییسالوزرا ملا محمدحسن اخند نن د ازبکستان بهرنیو چارو له وزیر بختیار سعیدوف، د افغانستان لپاره د یاد هېواد د ولسمشر له ځانګړي استازي عصمتالله ایرګاشوف او مل پلاوي سره وکتل.
د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف په دې لېدنه کې ویلي، د ازبکستان ولسمشر تل د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د ورورګلوۍ او ښه ګاونډیتوب پر اړیکو ټینګار کوي او وایي، افغانستان باید هيڅکله یوازې پرې نهښودل شي.
هغه زیاته کړې چې ازبکستان له افغانستان سره ټولو مهمو مسایلو، په ځانګړي ډول د اقتصادي او کرنيو پروژو پلې کولو برخه کې د خپلو بریالیو تجربو شریکولو ته لېوال دی.
هغه ویلي، هېواد یې غواړي په افغانستان کې د سمنټو تولید یوې فابریکې جوړولو، د ډبرو سکرو استخراج او د ډبرو له سکرو د ۲۰۰ میګاواټه برېښنا تولید پروژو کې پانګونه وکړي.
سعیدوف د ټرانس – افغان رېلپټلۍ پروژې ته په اشاره ویلي، په نږدې راتلونکي کې به د ازبکستان مسلکي او متخصص ټیم افغانستان ته د دې پروژې تخنیکي چارو ارزونې په موخه سفر وکړي.
ريیسالوزرا ملامحمد حسن اخند هم په دې ليدنه کې ویلي، افغانستان او ازبکستان دوه مسلمان وروڼه هېوادونه دي چې دیني، فرهنګي او تاریخي مشترکات لري.
هغه د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر ته د پورته ذکر شوو پروژو عملي کولو برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې خپلو اړوندو ادارو او مسوولینو ته یې لارښوونه ده چې د دغو پروژو چارې په بشپړې همغږۍ او همکارۍ ترسره کړي.
ريیسالوزرا د ټرانس – افغان رېلپټلي پروژې ته په اشاره وویل، د ازبکستان پلاوی دې له افغان لوري سره په همغږۍ خپلې چارې پیل کړي.
Views: 40