Pajhwok Afghan News

ډاکټران: د غوږونو د درد کورنۍ درملنه خطرناکه او ناسمه کړنه ده

کابل (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۲): ځيني کورنۍ د نوي زېږېدلو ماشومانو غوږونو د درد درملنې لپاره له کورنۍ درمنلې لکه د ماشوم غوږ کې غوړي یا د مور شیدې څڅوي خو ډاکټران داسې کړنې خطرناکې بولي او توصیه کوي چې په داسې مواردو کې باید ډاکټر ته مراجعه وشي.

 

د غوږ درد لپاره کورنۍ درملنه.

کوچنیانو کې د لویانو په پرتله د غوږونو درد ډېر وي خو ځيني کورنۍ بیا د دې لپاره له کورنۍ دودیزې درملنې استفاده کوي؛ لکه د مور شیدې، د پیازو اوبه، غوړي او نور د ماشوم غوږونو کې څڅوي او نور لارې چارې کاروي.

د کابل ښار د تایمني سیمې یوې اوسېدونکې او د دوو اولادونو مور فیروزې محمدي پژواک ته وویل چې دوی هم د ماشوم غوږونو درد لپاره له کورنۍ درملنې کار اخلي.

هغې وویل: «کله مې چې د ماشوم غوږونه درد کوي، خواښې راته وایي چې دوه څاڅکې خپلې شیدې په‌کې وروڅڅوه، که مخالفت وکړم، غوسه کېږي.»

ورته مهال، نیمروز کې یوه بله مېرمن پلوشه (مستعار نوم) وایي: «د لومړي ماشوم به مې غوږونه ډېر خوږېدل، کله به یې چې سر ښوراوه، خواښې به مې ویل چې غوږونه یې خوږیږي، د مور شیدې د زرو ناروغیو دوا ده، غوږ کې خپلې شیدې وروڅڅوه، ښه کېږي، دا کار مې وکړ خو ګټه یې ونه‌کړه.»

د هغې په خبره، د ماشومانو غوږونو درد درملنې لپاره نه یوازې خواښې یې بلکې خپله مور یې هم له کورنۍ درملنې کار اخلي.

هغه وایي: «مور مې وایي، په تریاکو کې دوه څاڅکې اوبه واچوه ویې موښه، هماغه تورې اوبه یې د ماشوم په غوږ کې وڅڅوه، غوږونه یې وموښه، ارامیږي، دوه ځلې مې دا کار وکړ، دې هم هیڅ ګټه ونه کړه، بلکې لا خراب شو او اړ شوم چې ډاکټر ته یې بوځم.»

دغه‌راز، د جوزجان د مرکز شبرغان ښار اوسېدونکې کلثوم وایي: «د لومړي ماشوم مې غوږونو ډېر خوږېدل، سر به یې ښوراوه، ناارامي یې کوله، خواښې مې او د هغې خواښې لومړی غوړي تاوده کړل، د ماشوم غوږ کې یې وروڅڅول، کله چې ښه نه شو، زما دوه څاڅکي شیدې یې د هغه په غوږونو کې وروڅڅولې، خو بیا یې هم ګټه ونه کړه، اړه شوم چې ډاکټر ته یې بوځم.»

د غور ولایت د فیروزکوه ښار اوسېدونکې عایشه وایي، په دغه ولایت کې نه یوازې د دوی کورنۍ، بلکې ډېرې کورنۍ د غوږونو د درد په ګډون د ډېرو ناروغیو درملنې لپاره له کورنۍ درملنې کار اخلي.

د هغې په خبره، کله چې یې ماشوم د غوږونو په درد اخته کېږي، د خپلو شېدو ترڅنګ د پیازو اوبه او زېړ غوړي د ماشوم په غوږ کې څڅوي چې ځيني وختونه اغیزناکه ثابتېږي خو ځيني وختونه هېڅ اغیز نه کوي.

د انټرنېټي سایټونو ځینو کاروونکو هم د ماشومانو غوږونو د درد درملنې لپاره ځينې کورنۍ لارې چارې خپرې کړې دي.

یوه انټرنېټي سایټ «د ماشومانو د غوږ درد لپاره د سنتي طب درملنه» په عنوان لیکنه خپره کړې چې په‌کې لیکل شوي: «د زیتون غوړیو څو څاڅکې د غوږونو درد په درملنه کې مرسته کولای شي، کافي ده چې یوازې دوه څاڅکي د زیتون غوړي د ماشوم په غوږ کې وڅڅوئ. زیتونو غوړي هرومرو لږ ګرم کړئ، له څڅولو وروسته اضافي غوړي په مالوچو پاک کړئ، د زیتونو غوړي د غوږ عفونت له منځه وړي.»

دغه‌راز، په دې لیکنه کې راغلي: «د کونځلو غوړي او هوږه هم د غوږونو درد درملنې لپاره ګټور دي، هوږه وټکوئ، د کونځلو له غوړیو سره یې ګډه کړئ، له چاڼ یې وباسئ او دوه څاڅکي په غوږ کې وڅڅوئ.»

حقیقت‌‌موندنه:

د کابل ښار په اندراګاندي روغتون کې د ګوش او ګلو متخصص محمدشریف سیلاني وویل، خپل‌سرې درملنه د غوږونو پردو سورۍ کېدو لامل کېږي.

هغه وایي، کوچنیانو کې د لویانو په پرتله د غوږونو درد ډېر وي.

د هغه په خبره، کله چې ماشوم زکام او ستونی یې درد وکړي او یا ټوخی پیدا کړي، لومړنی غړی چې خرابېږي، غوږونه وي.

سرچینه وایي، زکام، د ستوني درد، شین‌رنګی اسهال، د سر ښورول، ډېر ژړل، د مور شیدې نه خوړل، بې‌خوبي، خفیفه او متوسطه تبه د غوږونو د درد نښې دي.

هغه وویل: «هيڅکله د غوږونو درد لپاره له کورنۍ درملنې کار مه اخلئ، دغه کار نه یوازې ګټه نه کوي، بلکې د ماشومانو غوږونو د پردو سورۍ کېدو لامل کېږي.»

نوموړي کورنيو ته سپارښتنه وکړه، که په ماشومانو کې د غوږونو درد لومړنۍ نښې ووینئ، باید ژر یې د ګوش او ګلو ناروغیو ډاکټرته بوځئ.

ورته مهال، کابل ښار کې د فرانسویانو طبي انسټیټیوټ د ګوش او ګلو متخصص ډاکټر محمدداوود یعقوبي وویل: «زموږ په هېواد کې کورنۍ درملنې ډېرې دود دي، لکه د ماشومانو په غوږونو کې نصوار، غوړي د مور شیدې، د پیازو او هوږې اوبه څڅوي او تر دې چې د ماشومانو په غوږ کې هوږه ږدي چې دا درملنه د ثانوي انتانونو د ودې لامل کېږي.»

نوموړي وویل: «داسې ناروغان مو لرل چې موږ یې له غوږونو نصوار راوایستل، ډېر داسې ناروغان وي چې زېړ غوړي او تېل یې په غوږ کې اچولي وي چې دا هیڅ ګټه نه کوي او برعکس د ماشومانو د غوږونو د پردو سورۍ کېدو لامل کېږي.»

نوموړي د غوږونو دردونو نښو ته په اشاره وویل، باید ماشوم د غوږونو درد پر مهال ژر روغتیایي مرکز ته ورسوئ او له خپل‌سري او سنتي درملنې جدي ډډه وکړئ.

حکم: د غوږونو د درد کورنۍ درملنه خطرناکه او ناسمه کړنه ده.

Views: 23

Exit mobile version