کابل (پژواک، ۲۴ کب ۱۴۰۲): کورنيو چارو وزارت وايي، امنيتي ځواکونو په درېيو ولايتونو کې ۱۸ کسان له ۱۵زره نشهيي ګوليو او ۷۸ کيلوګرامه نشهيي توکو سره نيول شوي دي.
کورنيو چارو وزارت پر اېکسپاڼه ليکلي چې یاد توکي او کسان په کابل، غزني او کندوز ولايتونو کې نيول شوي دي.
د سرچينې معلوماتو له مخې، په نيول شوو توکو کې ۶۰ کیلوګرامه اوړه شوي ومان، ۱۸ کیلوګرامه شیشه، څه باندې ۱۵زره نشهیي ګولۍ او یوه اندازه چرس شامل دي.
د خبرپاڼې له مخې، د نشهيي توکو قاچاق او پلور په تور اته کسان په کابل، اته په کندوز او دوه په غزني ولايتونو کې نيول شوي دي.
Views: 10