Pajhwok Afghan News

متقي: هیله ده د پاکستان نوی حکومت د اړیکو پیاوړتیا لپاره رغنده ګامونه واخلي

کابل (پژواک، ۲۴ کب ۱۴۰۲): د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د پاکستان سفارت سرپرست سره په لیدنه کې هیله ده څرګنده کړې، چې د دغه هېواد نوی حکومت به د یوې مثبتې پالیسې له مخې د اړیکو په پیاوړتیا کې رغنده ګامونه واخلي.

د بهرنیو چارو وزارت لخوا د کب په ۲۴مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په کابل کې د پاکستان د سفارت سر پرست عبیدالرحمن نظاماني د ا.ا.ا د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره وکتل.

سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سیاسي او اقتصادي موضوعاتو خبرې وشوې.

امیر خان  متقي په دې لیدنه کې وویل، چې د سېمې هیوادونه ورځ تر بلې له افغانستان سره د مثبت تعامل د پراخېدا خوا ته تلونکي دي.

هغه زیاته کړې، سیمې  دا درک کړې چې د افغانستان ثبات د سیمې د ابتکاراتو او هر اړخیز پرمختګ لپاره مثبت رول لوبولای شي.

متقي هیله څرګنده کړه چې د پاکستان نوی منتخب حکومت به د یوې مثبتې پالیسې له مخې د اړیکو په پیاوړتیا کې رغنده ګامونه واخلي.

د پاکستان د سفارت سرپرست نظاماني وویل چې د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې ډیرې ارزښتناکې دي او نوی منتخب حکومت د اړیکو د پراختیا لیدلوری لري او هڅه کوي چې د شته ستونزو د له منځه  وړلو په برخه کې ګډ کار وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دواړه لوریو د ډیورنډ پر کرښه د مسافرو، ناروغانو او سوداګریز تګ راتګ په اړه د اسانتیاوو په رامنځته کولو ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده چې پاکستان کې د مسلم لیګ او پیپل ګوندونو د ګډ حکومت رامنځته کېدو وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ دا لومړۍ اړیکه وه، نظاماني دوه ورځې مخکې د کندهار له والي سره هم لیدلي وو.

Views: 18

Exit mobile version