Pajhwok Afghan News

د روسیې ولسمشریزې ټاکنې پیل شوې

کابل (پژواک، ۲۵ کب ۱۴۰۲):‌ د روسیې ولسمشریزې ټاکنې نن (جمعه) پیل شوې او د دغه هېواد بېلابېلو سیمو ټاکنیزو حوزو کې به رایه‌اچونه تر راتلونکې یکشنبې پورې روانه وي.‎

ټاس خبري اژانس راپور ورکړی چې په روسیه کې د رایې ورکولو ټول څه باندې ‎ ۹۴ زره مرکزونه پرانیستي او دغه بهیر به درې ورځې پر ځايي وخت د سهار له ۸ بجې د شپې تر ۸ بجو پورې ‎دوام وکړي څو روسي وګړي وکولای شي د راتلونکو شپږو کلونو لپاره خپل نوی ولسمشر وټاکي.

د راپور له مخې، لیونیډ سلوتسکي، ولادیسلاف داوانکوف او نیکولای خاریتونوف درې هغه نوماندان دي چې په دغو ټاکنو کې له ولادیمیر پوتین سره سیالي کوي.

دا به لومړی ځل وي چې په دغو ټاکنو کې رایه ورکوونکي کولای شي خپلې رایې په انلاین ډول وکاروي.

په راپور کې راغلي چې په یادو ټاکنو کې له تر ټولو نوې ټکنالوجۍ کار اخیستل کېږي.

د روسیې د ټاکنو مرکزي کمېسیون رییس الا پامفیلووا ویلي چې روسانو غوښتل ټاکنې درې ورځې دوام وکړي ځکه چې دا دوی ته د رایې ورکولو ډېر زیات فرصت ورکوي.

Views: 22

Exit mobile version