Pajhwok Afghan News

پوتین د پنځم ځل لپاره د روسيې ولسمشریزې ټاکنې وګټلې

کابل (پژواک، ۲۸‌ کب ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې، ولادیمیرپوتین د روسیې ولسمشریزې ټاکنې یو ځل بیا وګټلې.

نیویارک ټایمز نن راپور ورکړی چې نوموړی به له دې بریا سره د شپږو کلونو لپاره د روسیې ولسمشر وي.

دغه راز، ټاس خبري اژانس هم راپور ورکړی چې پوتین په دې ټاکنو کې ۸۷.۳۲ سلنه، د هغه سیال او د کمونیست ګوند مشر نیکولای خاریتونوف ۴،۳۲ سلنه رایې ترلاسه کړې دي.

د راپورونو له مخې، د روسیې د ټاکنو مرکزي کمېسیون له خوا د سهار تر ۷ بجو پورې ۹۹.۴۳ رایې شمېرل شوې دي.

د یادونې ده، د روسیې ولسمشرۍ ټاکنې د تېرې اونۍ د جمعې په ورځ پیل شوې او درې ورځې یې دوام درلود.

په دې ټاکنو کې څلور نوماندان وو او روسانو په ۹۴ زره مرکزونو کې رایه‌اچونه کوله.

Views: 15

Exit mobile version