Pajhwok Afghan News

تېرو ۱۲ میاشتو کې سمنګان کې د ترافیکي پېښو له امله ۷۱ کسان مړه او ۳۳۸ نور ټپیان شوي

ایبک (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۲): د سمنګان د ترافیکو مدیریت مسوولین وايي، سږ کال په دغه ولایت کې څه باندې ۶۱۷ ترافیکي پېښې شوې چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په کډون ۴۰۹ کسان مړه او ټپیان شوي دي.

د سمنګان د ترافیکو مدیر قاري محمدنذیر سعد پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تېرو ۱۲ میاشتو په موده کې په دغه ولایت کې ۶۱۷ ترافیکي پېښې شوې چې ډېری یې د بغلان – سمنګان او بلخ – سمنګان پر لویو لارو شوې دي.

هغه زیاته کړه چې په دغو پېښو کې ۷۱ کسان مړه او ۳۳۸ نور ټپیان شوي چې ډېری ټپیان نارینه دي.

هغه وايي چې په ۱۴۰۲ کال کې د دغه ولایت د ترافیکو مدیریت د اکمال امریت د موټر چلولو جواز غوښتونکو ته ۱۳۰۰ د روغتیايي فورمو پاڼې وېشلې چې عواید یې د مستوفیت له لارې د افغانستان بانک ته سپارلي دي.

د سمنګان عمومي سړک ډېری شمالي ولایتونو له مرکز سره نښلوي چې له همدې امله ډېرې پېښې پر همدې لاره رامنځته کېږي.

بلخوا، د سمنګان اوسېدونکي د اندېښنې په څرګندولو وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښو کچه لوړه شوې ده.

د سمنګان د ایبک ښار اوسېدونکي رحیم‌داد وویل چې د دغه ولایت د عمومي لارې خراب‌والی او د موټر چلوونکو بې‌غوري د ترافیکي پېښو ډېرېدو اصلي لاملونه دي.

هغه له مسوولینو غواړي څو د لایسنس نه لرونکو او بې‌تجربه کسانو ته د موټر چلولو اجازد ونه کړي.

Views: 9

Exit mobile version