کابل (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۲): د افغانستان عدليې وزارت وايي چې د اسلامي امارت مشرتابه د فرمان له مخې، د کابل ښار د ۱۷مې ناحیې دهکیپک سیمه کې ۵۵۵.۶۲۸ جریب دولتي ځمکه د عمومي هدیرې لپاره ځانګړې شوې ده.
عدلیې وزارت په دې اړه د اسلامي امارت مشرتابه فرمان پر خپله اېکسپاڼه خپور کړی دی.
په فرمان کې راغلي، د ۵۵۵،۶۲۸ جریب په مساحت امارتي ځمکه چې د کابل ښار اوولسمې ناحیې اړوند د دهکیپک ساحه کې موقعیت لري، د عمومي هدیرې لپاره به د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته وقف او ولېږدول شي.
سرچینه زیاتوي چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مکلف دی د دغه فرمان په لومړۍ ماده کې درج شوې ځمکه احاطه کړي او د هېواد اتباع کولای شي خپل مړي په منظم ډول هلته دفن کړي او هیڅوک نه شي کولای د دغه فرمان په لومړۍ ماده کې له درج شوې ځمکې د شخصي موخو یا د خاصې هدیرې په نوم ګټه واخلي.
منبع لیکلي چې دغه فرمان د توشیح له نېټې نافذ او په رسمي جریده کې دې خپور شي او یاد فرمان د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیعالاول میاشتې په ۱۷مه په ۱۴۳۸ ګڼه رسمي جریده کې د عدلیې وزارت له خوا چاپ او خپور شوی دی.
د فرمان د معلوماتو له مخې، هېوادوال کولای شي د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په همغږۍ خپل مړي په یاده ځمکه کې په منظم ډول دفن کړي.
Views: 98