کابل (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۳): د کورنيو چارو وزارت وايي چې امنیتي ځواکونو په تخار کې یوه نهه کلنه نجلۍ د تښتوونکو له منګولو ژغورلې او د تښتونې په تړاو یې دوه کسان هم نیولي دي.
د کورنيو چارو وزارت تېره ورځ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې یاده نجلۍ څو ورځې مخکې د تخار په رستاق ولسوالۍ کې تښتول شوې وه.
سرچينه زياتوي چې یاده نجلۍ یې ژغورلې او د تښتونې په تړاو یې دوه کسان له یوې تومانچې سره نیولي دي.
د تخار امنيې قوماندانۍ وياند عبدالمبین صافي هم پژواک ته د یادې نجلۍ د ژغورلو خبر تایید کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار امنیتي ځواکونو هم څلور ورځې مخکې (د کب ۲۷مه) یوه درې کلنه ماشومه له تښتوونکو ژغورلې وه.
Views: 27