Pajhwok Afghan News

دا اونۍ کابل ښار کې د سرو زرو بیې ټیټې شوې دي

کابل (پژواک، ۴ وری ۱۴۰۳): د تېرې شنبې په پرتله نن کابل ښار کې د قزاقي اوړو او هندي بورې بیې لوړې، خو د سرو زرو بیې ټيټې شوې دي.

په کابل ښار کې د خوراکي توکو اتحادیې رییس زمري صافي وویل چې د تېرو اوو ورځو په پرتله نن په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه له ۱۵۳۰ څخه ۱۵۸۰ افغانیو ته او د ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بورې بیه له ۳۱۰۰ څخه ۳۲۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

هغه وویل چې بورې او اوړو ته د تقاضا ډېرېدو له امله د هغو بیې هم یوڅه لوړې شوې؛ ځکه چې تل د روژې په میاشت او اختر ورځو کې له اوړو او بورې استفاده ډېریږي.

خو هغه زیاته کړه چې نن هم لکه تېره شنبې ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۴۳۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د یو شمېر توکو پرچون بیې د هغو له عمده بیو سره په ځینو مواردو کې ډېر او په ځینو کې بیا لږ توپیر لري.

د کابل ښار په دهن‌باغ سیمه کې د خوراکي توکو پرچون پلورونکي حامد صوفي‌زاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۶۳۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ ‎وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۳۲۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۴۸۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د نفتي توکو بیې

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن هم لکه تېره اونۍ یو لېټر پټرول په‎ ۶۳ او یو لېټر ډیزل په ۶۲ افغانیو پلوري.

دغه‌راز د کابل ښار په کلوله‌پشته سیمه کې یو ګازپلورونکی محمدشریف وايي، نن هم لکه اووه ورځې مخکې‎ یو کیلوګرام ګاز په ۵۸ افغانۍ پلوري.

د سرو زرو بیې

د کابل ښار پر تیمورشاهي سړک د حاجي حامد صالح‌زاده زرګرۍ مالک محمدفواد وویل، تېرې شنبې په پرتله نن ‎یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۴۲۰۰ څخه ۴۱۵۰ افغانیو او د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۳۳۰۰ څخه ۳۱۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د سرو زرو د پلورونکو په وینا، په کابل ښار کې د سرو زرو بیې بدلون په نړۍوالو بازارونو کې د هغو د بیو له بدلون سره اړیکه لري.

د ډالر او کلدارو بیې

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي حسین پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د یو امریکايي ډالر د پېر بیه ۷۱ اعشاریه ۳۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۰ افغانیو بدلیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېره شنبې هم د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۷۱ اعشاریه ۳۰ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۵۰ افغانیو تبادله کېدې.

Views: 26

Exit mobile version