ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د ترافيکي پېښې له امله یو کس مړ شوی

هلمند کې د ترافيکي پېښې له امله یو کس مړ شوی

author avatar
24 Mar 2024 - 17:34
هلمند کې د ترافيکي پېښې له امله یو کس مړ شوی
author avatar
24 Mar 2024 - 17:34

لښکرګاه (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۳): د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، د دغه ولایت د واشير ولسوالۍ اړوند سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی دی.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي شېرمحمد وحدت پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن غرمه مهال د دغه ولایت د واشير ولسوالۍ اړوند عمومي شاهراه کې د شوراب او کمپنۍ ترمنځ سیمه کې یوه  ۴۰۴ بس موټر یو شپون وهلی او روغتون له رسېدو وروسته یې ساه ورکړې ده.

د هغه په خبره چې مړ شوی شپون د نادعلي ولسوالۍ اوسېدونکی و.

هغه وایي چې مړ شوی شپون د هلمند نادعلي ولسوالۍ اوسېدونکی و.

د وحدت د معلوماتو له مخې، موټرچلوونکی نیول شوی او له لومړنیو پلټنو وروسته به اړوند ارګانونو ته وسپارل شي.

Views: 12

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.