فیضاباد (پژواک، ۵ وری ۱۴۰۳): د بدخشان سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت بهارک ولسوالۍ کې د نشهیي توکو د تولید یوه کارخونه کشف او له منځه یووړل شوه.
د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند احسانالله کامګار وایي چې د دې قوماندانۍ له نشهیي توکو سره د مبارزې پولیسو یو لړ عملیاتو کې پرون د دغه ولایت بهارک ولسوالۍ دوبندي کلي کې د نشهیي توکو تولید یوه کارخونه کشف کړې او له منځه وړې ده.
هغه وایي چې د نشهیي توکو د تولید له دې کارخونې هرویین، ښیښه، تېزاب او نور ممنوعه توکي د پولیسو لاسته ورغلي خو د هغو د کره اندازې په اړه یې څه ونه ویل.
نوموړي وویل چې یو کس د دې کارخونې په تړاو نیول شوی او دمګړۍ د پولیسو د پوښتنو او ګروېږنو لاندې دی چې د دوسیې له بشپړېدو وروسته به یې قضایي ارګانونو ته وروپېژندل شي.
Views: 7