مزارشریف (پژواک، ۶ وری ۱۴۰۳): د ۲۰۹ الفتح قولاردو مسوولین وایي، جوزجان ولایت کې یې د تېر حکومت یوه سیمهییز قوماندان له کوره د مهماتو یوه لویه زېرمه کشف او ترلاسه کړې ده.
د ۲۰۹ الفتح قولاردو ویاند صدیقالله نصرت وایي چې جوزجان کې د دې قولاردو دویمې لوا د کشف امریت منسوبینو له خوا د یوه راپور پر اساس د بېلابېل ډول مهماتو یو ډیپو کشف او ترلاسه شوی دی.
هغه زیاتوي چې په یاد ډیپو کې د ۱۲ لاسي بمونو ترڅنګ ۵٢٨٠ د پیکا، ٧٩ د راکټ، ۵٠٠٠ د کلاشینکوف او دوه صندوقه د دهشکې مرمۍ ترلاسه شوې دي.
د هغه په وینا، دغه مختلفالنوع مهمات د تېر حکومت د یوه سیمهییز قوماندان میرحمزه په کور کې موندل شوي دي.
Views: 12