پلعلم (پژواک، ۶ وری ۱۴۰۲): د لوګر پوهنې ریاست وایي چې د لومړي ځل لپاره څه باندې ۷۰۰ ښوونکو او د زدهکوونکو ولیانو ته د ماشومانو حقونو په اړه روزنه ورکړل شوه.
د لوګر پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب پژواک ته وویل چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق له لوري د محمداغې، ازرې او خوښۍ ولسوالیو څه باندې ۷۰۰ ښوونکو او د زدهکوونکو والدینو ته د ماشومانو حقونو په اړه روزنه ورکړل شوه.
هغه زیاته کړه: «په جوړ شوي پروګرام کې نږدې درې سوه ښوونکو، ۶۲ د ښوونځيو مدیرانو، د پوهنې ریاست اړوند نهه امرینو او پاتې د ښوونځيو شوراګانو غړو او د زدهکوونکو والدینو ګډون کړی و.»
عرب زیاته کړه، په ذکر شوو ولسوالیو کې ګډونوالو ته د ماشومانو حقونو، په ځانګړې توګه خوندیتوب، ساتنې، روزنې او د لیکلوست برخه کې معلومات ورکړل شوي دي.
نوموړي دغه راز زیاته کړه، په پام کې ده ورته پروګرامونه د لوګر په پاتې ولسوالیو کې هم جوړ شي.
بلخوا د یاد پروګرام یوه ګډونوال میراحمد پژواک ته وویل، په تېرو څلورو ورځو کې یې د ماشومانو د حقونو، ساتنې او پالنې په اړه ګټور معلومات ترلاسه کړي دي.
هغه زیاته کړه، اړتیا ده چې د ټولنې ټول وګړي، په ځانګړې توګه د ماشومانو میندې او پلرونه د ماشومانو حقونو په اړه بشپړ پوهاوی ولري.
دغه راز د یاد پروګرام بل ګډونوال حاجي محمدرسول پژواک ته وویل، د ټولنې ټول وګړي باید ماشومانو ته خپل حقونه ورکړي او پر هغوی سخت او درانه کارونه ونه کړي.
هغه وویل، اوس مهال په ټولنه کې د ماشومانو روان وضعیت د اندېښنې وړ دی او باید هر ماشوم ته د لیکلوست ترڅنګ د ښه ژوند اسانتیاوې هم رامنځته شي.
دا په داسې حال کې ده چې دا مهال په هېواد زرګونه ماشومان پر درنو کارونو بوخت دي او زدهکړې ترې پاتې دي.
Views: 17