Pajhwok Afghan News

هسپانيه له افغانستان سره يو ميليون يورو مرسته کوي

کابل (پژواک، ۶ وری ۱۴۰۳): د م.م د بشري مرستو همغږي‌کوونکی دفتر (اوچا) وايي، هسپانيه له اړو افغانانو سره د مرستې په موخه د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره يو ميليون یورو مرسته اعلان کړه.

اوچا پر خپله اېکس‌پاڼه د دې مرستې له امله له یاد هېواده مننه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې اوچا ويلي وو چې په ۲۰۲۴ کال کې له اړو افغانانو سره د مرستو لپاره درې میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.

د اوچا له دغو څرګندونو وروسته یو شمېر هېوادونو له یاد صندوق سره مرستې کړې دي.

Views: 20

Exit mobile version