Pajhwok Afghan News

پوهنې وزارت په پنځو ولایتونو کې له ۷۶۱۰ کسانو د سویې ازموینه اخیستې ده

کابل (پژواک، ۶ وری ۱۴۰۳): د پوهنې وزارت وایي چې په پنځو ولایتونو کې یې له ۷۶۱۰ کسانو د سویې ازموینه اخیستې او له بریالي کېدو وروسته به په بېلابېلو ټولګیو کې شامل شي.

پوهنې وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «د پالیسۍ له مخې، د هېواد بچيانو لپاره د متوازنو ښوونیزو خدمتونو وړاندې کولو په تړاو د ياد وزارت اسلامي زده‌کړو معينيت يوې ځانګړې کړنلارې له مخې په یو شمېر ولایتونو کې له هغو مجاهدينو او ځوانانو چې د اشغالګرو پر وړاندې په جهادي فعاليتونو کې د مصروفيتونو له مخې له خپلو درسونو پاتې وو، د سويې د تثبيت ازموينه ترې واخيستل شوه.»

دغه وزارت زیاته کړې، په ياده ازموينه کې په ميدان‌وردګو کې ٦٠٠ کسانو، کندهار کې ٢٥٠٠، بلخ کې ١٨٠٠، فراه کې ١٥٠٠ او غزني کې ١٢١٠ کسانو برخه اخيستې وه.

سرچینې ویلي، دغه ازموینه په جلا جلا توګه په اړوند ولایتونو کې د مسوولو پلاوو له لوري په داسې حال کې واخیستل شوه چې د یادو ولایتونو د پوهنې رییسانو سربېره د مدارسو او دارالعلومونو یو شمېر علماوو او استادانو هم حضور درلود.

پوهنې وزارت زیاته کړې، د ازموينې پايلو له ارزونې وروسته به یاد کسان د خپلو زده‌کړو دوام په موخه د هغوی له سويې سره سم د ښوونځيو په بېلابېلو ټولګيو کې شامل شي.

سرچینې زیاته کړې، د يادو ولايتونو د پوهنې ریيسانو او نورو ويناوالو د ازموينو اخیستلو پر مهال په ټولنه کې د علم او پوهې اهميت په اړه خبرې وکړې او ځوانان يې ديني او عصري زده‌کړو ته وهڅول.

د پوهنې وزارت ویلي چې په دغو ازموینو کې ګډونوالو ته د بشپړې روڼتیا ډاډ ورکړل شو.

د یادونې ده، د پوهنې وزارت دوه ورځې مخکې هم په لوګر، هلمند او بغلان ولایتونو کې په لسم او یوولسم ټولګیو کې د شاملېدو لپاره د یو شمېر کسانو د تثبیت ازموینه اخیستې وه.

Views: 16

Exit mobile version