Pajhwok Afghan News

د روسیې د اوسپنې پټلۍ اداره د هرات – بولدک او افغان ټرانس پروژو کې همکاري کوي

کابل (پژواک، ۱۰ وری ۱۴۰۳): د روسیې د اوسپنې پټلۍ اداره وایي چې د هرات – بولدک او افغان ټرانس د ریل پروژو کې هر ډول همکارۍ ته چمتو ده.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د دې ادارې عمومي ریيس ملا بخت‌الرحمن شرافت او مل پلاوي د افغانستان د بهرنيو چارو په وزارت کې پرون د روسیې د ريل پټلۍ ادارې له مرستيال اليا کازاکوف سره کتلي دي.

یادې ادارې لیکلي، د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رییس یاده ناسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د ریل پټلۍ برخه کې همکاري یو انقلابي فرصت وباله.

سرچینې لیکلي، په دې ناسته کې شرافت وویل، دواړه هېوادونه بايد د ریلي انتقالاتو لپاره يوه داسې اغېزمنه لار غوره کړي چې لګښتونه يې کم، لنډه او اسانه وي.

همدارنګه په دې ناسته کې د روسیې د اوسپنې پټلۍ ادارې مرستیال اليا کازاکوف وویل، دا چې په اتصالي برخه کې ریل پټلۍ د افغانستان لپاره تر ټولو ډېره مهمه ده، نو د روسیې د ریل پټلۍ اداره د هرات – بولدک او افغان ټرانس ریلي پروژو کې هر ډول همکارۍ ته چمتو ده.

نوموړي دغه راز ژمنه وکړه چې د روسیې د ريل پټلۍ اداره به په ریلي برخه کې ګڼو افغان ځوانانو ته د مسلکي زده‌کړو زمينه هم برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د څه باندې ۵۳ ميليون ډالرو په ارزښت د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دويمې برخې جوړولو تړون هم د حکومت او «ګاما ګروپ» ترمنځ لاسلیک شو.

Views: 115

Exit mobile version