ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عدلیې وزیر : حکمتیار ته مو څو میاشتې فرصت ورکړی و چې خپل استوګنځی تخلیه کړي

د عدلیې وزیر : حکمتیار ته مو څو میاشتې فرصت ورکړی و چې خپل استوګنځی تخلیه کړي

author avatar
31 Mar 2024 - 00:11
د عدلیې وزیر : حکمتیار ته مو څو میاشتې فرصت ورکړی و چې خپل استوګنځی تخلیه کړي
author avatar
31 Mar 2024 - 00:11

[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک ۱۱ وری ۱۴۰۳): د عدلیې وزارت سرپرست عبدالحکیم شرعي وایي چې حکمتیار ته یې د مشرانو په لارښوونه څلور اونۍ وخت ورکړی چې کور تخلیه کړي.

نوموړي دا څرګندونې د وري په ۱۱مه،  د ياد وزارت اړونده له مدرسة العدالت څخه د حدیثو لویې دورې د فراغت او دستار بندۍ په مراسمو کې کړې دي.

د عدلیې وزیر و ویل،  ځینې اشخاص چې امارتي ځمکې یې غصب کړې دي، ځان غاصب نه بولي او د قانون تطبیق ځان ته بی احترامي ګڼي.

مولوي شرعي د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار د دفتر او کور په اړه وویل چې هغه ته یې څو میاشتې فرصت ورکړی و چې خپل استوګنځی تخلیه کړي.

هغه ټينګاروکړ، چې جهادي څېرو ته درناوی کوي؛ خو زیاتوي هر هغه څوک چې په هېواد کې ژوند کوي باید د سرپرست حکومت قوانین ومني.

عبدالحکیم شرعي وویل:«موږ د حوت تر اخره پورې حکمتیار ته وخت ورکړی و، دا وخت چې کله راورسېد، نو بیا مشرانو وویل چې موږ ورته مناسب ځای برابر وو، تاسو لږه حوصله وکړئ، هغه ورته ځای تیار کړ، د دوی په خوښه باندې او ورته انتقال یې کړ، نو اوس ته دا احترام بولې که بې احترامي؟ که‌چېرې دا بې‌احترامي بولې؛ نو د دې مطلب دا دی چې ته په احترام نه‌پوهېږې.»

مولوي عبد الحکیم شرعي په دې مراسمو کې د ځېنو افرادو او هېوادونو د نيوکو په غبرګون کې چې په افغانستان کې اساسي قانون نشته او د قانون خلا یې رامنځته کړې، وويل چې د الله کتاب (قران کريم)، د رسول الله حدیث او په اجتهادي مسايلو کې حنفي فقه اساسي قانون دی.

هغه زياته کړه، په وروستيو کې پنځه  شمیرې رسمي جريدې خپرې شوي چې پکې بېلابېل قوانين او د امیرالمومنین فرامين چاپ شوي او په ټولو قوانينو کې منابع هم ذکر شوي دي.

د عدلیې وزیر دغه راز د غصب شويو ځمکو پر استرداد ټينګار وکړ او زياته یې کړه چې په دې  برخه کې قوميت، ملیت او ژبه هېڅ ارزښت نه لري او قانون به پر ټولو باندې یو ډول تطبيق شي.

عبدالحکیم شرعي همدارنګه څرګندوي چې په ځينو وزارتونو او ریاستونو کې قوانین د اسلامي امارت د مشر شیخ‌ هبت‌الله اخندزاده لخوا توشیح شوي او هیله ده چې په راتلوونکي کې دغه قوانین تر یوه قانون لاندې راټول کړای شي.

د عدلیې وزیر چې د هر بل وخت پرتله په تېر نظام کې ډېره ځمکه غصب شوې او د ځمکې د غصب د مخنیوي کمېسیون هڅه کوي چې ټولې دولتي ځمکې په ګوته او بېرته یې راستنې کړي.

له دې مخکې په ټولنیزو شبکو  داسې اوازې خپرې شوې وې چې ګواکې د امنیتي ځواکونو له خوا د حکمتیار  کور محاصره شوی دی.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د حکمتیار د کور د محاصرې اوازې رد کړې دي.

مجاهد د وري په ۷مه پر اېکس‌پاڼه لیکلي وو: «حکمتیار صاحب د هېواد یو جهادي شخصیت دی، خو دا چې د هغه د اوسېدو پخوانی ځای متنازع فیه و، پرېکړه وشوه چې هغه په یو مناسب ځای کې و اوسېږي.»

هغه زیاته کړې، نور د حکمتیار پر وړاندې هيڅ اقدام نه دی شوی، عزت، وقار او حیثیت یې پر خپل ځای دي.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي له اوږدو مذاکراتو وروسته په ۱۳۹۶ کال کې له پخواني حکومت سره د سولې هوکړه لاسلیک کړه؛ حکمتیار کابل ته ستون شو او تېر حکومت د کابل په دارالامان سیمه کې د اوسېدو لپاره ځینې ودانۍ ورکړې.

بلخوا، د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار زوی حبیب‌الرحمن حکمتیار پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «د استوګنې ځای نه دی محاصره شوی، کابل کې د اوسېدو ځای بدلوو، چارواکو سره تر څو میاشتو بحث وروسته نتیجه دا شوه چې له پخواني حکومت سره د سولې هوکړه اوسني حکومت ته د منلو وړ نه ده، له تېر حکومت سره د سولې له تړون یوازې همدا د اوسېدو ځای پاتې و.»

ده ویلي، د اوسني سرپرست حکومت په نظر دا د دولت ځای وو  او بايد استرداد شوی و،  له میاشتو بحثونو وروسته پایله دا شوه چې د مشر اوسېدو ځای بدل شي، هماغه وو چي پرون مشر او کورنۍ یې له افطار وروسته پخپله وزير اکبر خان سيمې ته نقل شوه.

ده زیاته کړې: «محاصرې او چاپې خبرې مطلقاً دروغ دي، بلکې پرون هم مشر د معمول په څېر خپله درسي حلقه کې شرکت کړی، مامورينو  دفتر کې د معمول مطابق خپل ورځني کارونه پر مخ يووړل او مياشتني معاشات یې ترلاسه کړي.»

خو د حکمتیار زوی ګیله کړې چې دغه عمل په خپل ذات کې ډېر نامناسب او بې احترامي ده چې ډېرو هېوادوالو ته د ژورې خواشينۍ او خپګان سبب وګرځېد.

ده زیاته کړې: «مشر نه کوم اېنچ ځمکه نيولې، نه یې اراده درلوده، ټول افغانستان پوهېږي، که چېرې کوم مشر د کور له غصب څخه مبرا وي، هغه به حکمتيار صاحب وي؛ په ټول افغانستان کې څوک داسې ځای نه شي ښودلی چې حزب يا یې مشر پرې قبضه کړې وي، حتا د مشر خپل پلرنی کور او ځمکه د نورو ډېرو حزبيانو په څېر ويجاړ پراته دي.»

هغه دغه راز ویلي، په روژه کې د تخليې پر پرېکړه اصرار په خپله يو نامناسب کار و چې د اوسني حکومت د سينې د پراخوالي او زغم اندازه ترې څرګندېدای شي، دغه کار له اختر وروسته هم کېدلای شو.

[/restrict]

Views: 245

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.