Pajhwok Afghan News

ننګرهار کې د مالټو د يوه باغ جوړېدو چارې پیل شوې

جلال‌اباد (پژواک، ۱۳ وری ۱۴۰۳): د ننګرهار ولايت د کانال رياست له لوري د خصوصي سکټور د ۱۰۰ زره ډالرو په لګښت د مالټو يوه باغ د جوړېدو چارې پيل شوې.

مسوولين وايي، دا باغ په هغه دولتي ځمکه جوړېږي چې له تېرو اووه لسيزو راهیسې شاړه پرته وه.

د مالټې د دغه باغ د جوړېدو چارې نن د وري په ۱۳مه پيل شوې.

د ننګرهار کانال رييس مولوي غلام‌الرحمن کظیم د دغه باغ د جوړېدو چارو د پيل په مراسمو کې وويل، دا ځمکه هډې فارم دویم بلاک ۱۶ نمره ځمکې کې واقع ده او له نږدې ۷۰ کلونو راهیسې بې کرکیلې پرته وه.

هغه وويل، د کانال رياست «د خالص ګهيځ خصوصي شرکت» د ۱۰۰ زره ډالرو په پانګونه پر دغه ځمکه د مالټو باغ د جوړېدو چارې پيل کړې.

د یاد شرکت مسوول انجير محمدقاسم يوسفي وويل، په جوړېدونکي باغ کې ۷۰۰۱ د مالټې نیالګي اېښودل کېږي چې د اوبه‌خور څاڅکو سیسټم په وسیله به خړوبیږي.

هغه وايي، باغ په اته جريبه ځمکه جوړیږي، سل زره ډالر لګښت يې اټکل شوی خو د امکان په صورت کې نور لګښت پرې هم راتللی شي.

هغه زیاته کړه دغه باغ کې به هره ورځ ۱۵ کسان په مستقیمه توګه او لسګونه نور په غیرمستقیمه توګه پر کار بوخت شي.

مسوولين وايي، هڅه کوي چې د خصوصي سکټور په همکارۍ ننګرهار کې د مالټو باغونو په جوړولو سره له بهره د مالټو د وارداتو مخه ونيسي.

Views: 54

Exit mobile version