Pajhwok Afghan News

مسوولین: تېر کال دایکنډي کې د ۱۶۴ میلیون افغانیو په ارزښت ۹۱ پراختیایي پروژې پلي شوې دي

نیلي (پژواک، ۱۴ وری ۱۴۰۳): د دایکنډي د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست وايي، تېر کال یې د موسسو په مرسته څه کم ۹۱ وړې او لویې پراختیايي او ټولګټې پروژې پلي کړې دي.

د دایکنډي د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د خپرونو امر سید نور موسوي پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، دا ټولې پروژې نوې دي او د استنادي دېوالونو جوړولو، د څښلو پاکو اوبو برابرولو، د چکدیمونو، پلچکونو او د موټر پلونو جوړولو او د سړکونو بیارغولو برخه کې پلي شوې دي.

هغه زیاته کړه، د دایکنډي د کلیو د پراختیا او بیارغولو ریاست اووه رغنیزې پروژې هم عملي کړي او ګټې اخیستنې ته یې سپارلې دي.

د هغه په خبره، د پلي شوو پروژو ټول لګښت څه باندې ۱۶۴ میلیون افغانۍ دی چې د دغه ولایت په مرکز او ټولو ولسوالیو کې پلي شوې دي.

نوموړي یادې پروژې د خلکو له بنسټیزو اړتیاوو څخه وګڼلې او ټینګار یې وکړ چې له سروې او پېژندلو وروسته یې لومړیتوب ته په کتو د یادو پروژو کار پیل کړی و.

ورته مهال، د دایکنډي یو شمېر اوسېدونکي وايي چې پخوا پراختیايي او زیربنایي برخو ته پاملرنه نه وه شوې، اوس هیله‌مند دي چې حکومت به دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.

د دایکنډي یوه مخور اکبر صداقت پژواک خبري اژانس ته وویل، دایکنډي یو لرې پروت ولایت دی چې پخوا ورته د حکومت له لورې پاملرنه نه ده شوې او د نورو ولایتونو په څېر په کې یوه لویه پروژه هم پلي نشوه.

هغه زیاته کړه، خلک د سړک، پل، برق او اوبو برخو کې ډېرې ستونزې لري او تل یې دې برخو کې له حکومته د مرستو غوښتنه کړې ده.

هغه زیاته کړه: «که څه هم سږ کال حکومت خلکو لپاره په کلیو کې بېلابېلې پروژې درلودې، یوه هیله شته چې لږ تر لږه ستونزې کمې شي خو بسنه نه کوي او باید خلکو لپاره ډېر کار وشي.»

بلخوا، د دایکنډي یو شمېر اوسېدونکي چې له یادو پروژو څخه یې ګټه پورته کړې، وايي، د دغو پروژو له پلي کېدو مخکې خلک د اوبورسولو، پلونو، پلچکونو او سړکونو برخه کې ډېرو ستونزو سره مخ وو.

هغوی زیاتوي، اوس د یادو پروژو په بشپړېدو سره پاکو اوبو ته د خلکو د نه لاسرسي او د تګ راتګ ستونزې حل شوې دي.

د سنګتخت‌و‌بندر ولسوالۍ اوسېدونکي رضا میرزايي وویل: «ډېر خوښ یوو چې اسلامي امارت موږ لپاره کار کوي، مخکې له دې موږ په کورونو او ښوونځیو کې د څښاک اوبو برخه کې ستونزو سره مخ وو، سږ کال د څښاک اوبو ډېرې شبکې جوړې شوې دي.»

هغه له حکومته غواړي چې نوي کال کې نورو برخو کې هم د خلکو اړتیاوو ته په کتو نورو پروژو باندې کار وکړي.

د یادو پروژو له ډلې شهرستان ولسوالۍ کې د اهن‌کانکریتي پل ۱۴۰۲ کال لپاره د دایکنډي د کلیو پراختیا او بیارغولو ریاست یوه لوی پراختیايي پروژه وه چې د (UNHCR) په ملاتړ جوړه شوې ده.

د شهرستان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، پخوا د معیاري پل نشتون له امله د اوبو سطحې لوړېدو پر مهال خلک له جدي ستونزو سره مخ کېدل.

د سیمې یوه اوسېدونکي بومان پژواک خبري اژانس ته وویل: «ډېر خوشحاله یوو، مخکې مو د لرګي پل درلود، ډېر مالي او ځاني زیانونه مو ولیدل، هره ورځ به ماتېده، ډېرو ستونزو سره مخ وو.»

هغه زیاته کړه، اوس له دې پلوه د خلکو ستونزې حل شوې خو بیا هم پراختیايي او زیربنايي برخو ته د پاملرنې غوښتنه کوي.

Views: 12

Exit mobile version