Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خوست کې ۵۸ کیلوګرامه چرس کشف او ترلاسه شوي

خوست‌ښار (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۳): د خوست امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په موسی‌خېلو ولسوالیو کې یې ۵۸ کیلوګرامه چرس ترلاسه کړي او په تړاو یې دوه تنه هم نیول شوي دي.

دغه څرګندونې د خوست د امنیې قوماندانۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې شوې دي.

سرچینې لیکلي چې یاد ۵۸ کیلوګرامه چرس یې په یوه کور کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې کشف او ترلاسه کړي او په تړاو دوه تورن کسان هم نیول شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې نيول شوي کسان تر پوښتنو لاندې دي چې دوسيې به يې قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.