Pajhwok Afghan News

کرکټ بورډ یو شمېر نوو لوبغاړو ته مرکزي قراردادونه ورکړل

کابل (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۳): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې له صدیق‌الله اتل، ضیاالرحمن اکبر، بهیرشاه محبوب او عبدالمالک سره یې نوي مرکزي قراردادونه کړي او پخوانیو پنځو لوبغاړو بیا خپل قراردادونه له لاسه ورکړي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د کرکټ بورډ پالیسۍ او لوبغاړو د خپلې کارکردګۍ له مخې، یو شمېر لوبغاړو نوي مرکزي قراردادونه تر لاسه کړي او دغه راز یو شمېر نورو بیا خپل مرکزي قراردادونه له لاسه ورکړي دي.

کرکټ بورډ زیاته کړې، په دغو لوبغاړو کې صدیق الله اتل، ضیاالرحمن اکبر، بهیرشاه محبوب او عبدالمالک مرکزي قرادادونه ترلاسه کړي او دغه راز دولت ځدارڼ، شاپور ځډراڼ، سمیع الله شینواري، افتاب عالم او محمد شهزاد بیا خپل مرکزي قراردادونه له لاسه ورکړي دي.

سرچینې ویلي، د افغانستان کرکټ بورډ د اصولو او پالیسۍ له مخې، د لوبغاړو له لوري د مرکزي قرارداد ترلاسه کول او یا هم له لاسه ورکول د شپږ میاشتني راپور او د دوی د کارکرده کۍ له مخې کېږي.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، پورته نوملړ د تېر ۲۰۲۳ کال د جولای تر ډسمبر میاشتې پورې دی چې په تړاو یې لوبغاړو یاد قراردادونه تر لاسه کړي او یا یې هم له لاسه ورکړي دي.

Views: 18

Exit mobile version