مزارشریف (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۲): د بلخ مرکز مزارشریف ښار د نرخونو کنټرول کمېسیون له لوري ۶۰ هغه خیاطانې تړل شوي چې له نرخپاڼې څخه یې سرغړونه کړې وه.
د بلخ ولایت مقام د رسنیو او معلوماتو مرکز په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په مزارشریف ښار کې د اصنافو د نرخونو کنترول لپاره کمېسیون په تېرو څو ورځو کې ۶۰ هغه خیاطانې چې د ټاکل شوې نرخنامې څخه يې سرغړونه کړې وه، په لنډمهاله ډول تړلې دي.
سرچینه زیاتوي، د مزارشريف ښاروالۍ له خوا د نرخونو کنټرول په موخه جوړ شوي کمېسیون د مزارشريف ښار په اړوندو ناحيو کې له بېلابېلو برخو څارنه کوي څو هټیوال د وېشل شوې نرخنامې پر بڼسټ پېر او پلور وکړي او ښاريانو ته ښه خدمات وړاندي کړي.
په دې اړه د مزارشريف ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظيم عمومي مدیر محمدعزیز عزیزي پژواک ته وویل چې په ښار کي مېشت ټولو اصنافو ته د دوی په خوښه نرخنامې وېشلي او هېڅوک حق نه لري د يادو نرخنامو څخه سرغړونه وکړي او په لوړه بيه توکي وپلوري.
عزيزي زیاته کړه چې په تېرو څو ورځو کې هغه ۶۰ خياطيانې تړل شوې چې د ښاروالۍ له نرخنامې څخه يې سرغړونه کړې وه.
نوموړي ټولو هټيوالو ته سپارښتنې وکړه چې خپل توکي دې د نرخنامې مطابق وپلوري، که چېرې هټیوالو له نرخ نامې سرغړونه وکړي د ښاروالۍ له لوري به قانوني او شرعي چلند ورسره وشي.
د مزارشریف ښار یو شمېر ښاریان د ښاروالۍ ریاست د یادو نرخنامو له وېش څخه خوښي څرګندوي.
د مزارشریف اوسېدونکی اللهداد وایي چې له بیو څخه د ښاروالۍ د ارزونې بهیر تل باید دوام پیدا کړي او هغه دوکانونه مهرلاک کړي چې له نرخپاڼې څخه سرغړونه کوي.
د یادونې ده چې د بلخ ترڅنګ په نورو ولایتونو کې هم د حکومت له لوري نرخپاڼې وېشل شوي دي.
Views: 29
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن