Pajhwok Afghan News

د غور په پسابند کې د یوې نجلۍ قضیې په تړاو درې مسوولین او څو نور کسان زنداني شوي

فېروزکوه (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۳): د غور په پسابند ولسوالۍ کې «د پلار له کوره د یوې نجلۍ وړلو» قضیې په تړاو، د دې ولسوالۍ ولسوال، امنیه قوماندان او د استخباراتو امر له پنځو نورو کسانو سره نیول شوي او بندیان شوي دي.

ځینو سرچینو د یوې ویډیو په خپرولو ادعا کړې وه چې د روانې وري میاشتې په ۴مه نېټه د اسلامي امارت کسانو د غور د پسابند ولسوالۍ په نورک کلي کې یوه ۱۷ کلنه نجلۍ د خپل پلار له کوره له ځان سره وړې او د شاه‌ولي په نوم د دوی یوه «جنګیالي» ته یې په نکاح کړې ده.

خو د غور د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالرحمن بدري دغه ادعا رد کړې او ویلي یې وو چې پسابند ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ستونزې، د اسلامي امارت پر مجاهدینو د غوغا رامنځته کېدو لامل شوې دي.

د هغه په خبره، د شاه‌ولي په نوم کس څه موده مخکې د محسن په نوم د یوه کس لور ځان ته په نکاح کړې وه چې شاه‌ولي تر واده وروسته د خپل خسر د کورنی پوروړی کېږي.

د بدري په خبره، څه موده وروسته د شاه‌ولي مېرمن د خپل پلار کره ځي او پلار یې پر شاه‌ولي د پور له امله هغې ته خپلو د خسرخېلو کور ته تګ اجازه نه ورکوي.

د غور د امنیې قوماندانۍ ویاند زیاته کړې وه چې شاه‌ولي پر دغه قضیه له خبرېدو وروسته ولسوالۍ ته ځي او ولسوالۍ د دواړو خواوو په رضایت فیصله کوي.

خو هغه ویل: «له څه وخت وروسته د دواړو لورو شخړه سختیږي او د دواړو کورنیو ترمنځ د جنجال رامنځته کېدو لامل کېږي چې د دې کورنۍ زوم له څو خپلوانو سره د خسر کور ته د ننه کېږي، مېرمن یې په زور له ځان سره بیايي ‎ چې د نجلۍ د کورنۍ له غبرګون سره مخ کېږي او جنجال رامنځته کېږي.»

هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته ویلي وو که د دې ولسوالۍ ځايي مسوولین پر دې پېښه له خبرېدو وروسته سیمې ته تللي او دې ستونزې ته یې رسېدنه کړې ده.

په همدې حال کې، اوس د دې قضیې په تړاو د یادې ولسوالۍ د درېیو مسوولینو په ګډون، اته کسان نیول شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن (د وري ۱۵مه) په دې اړه پژواک ته وویل: «هغه کسان او نظامیان له زور او فشار یې استفاده کوله او یا یې وهل ټکول کړي وو، نظامي محکمې ته معرفي شوي دي او ښايي نیول شوي وي او د دوو کورنیو قضیه د سیمي سپین‌ږیرو ته سپارل شوې څو حل شي.»

ورته مهال، د غور د والي ویاند مولوي عبدالواحد حماس وویل چې د دغه ولایت د والي په سپارښتنه د پسابند ولسوال، امنیه قوماندان، د استخباراتو امر له پنځو نورو کسانو سره نیول شي او زنداني شوي دي.

هغه زیاته کړه چې نظامي محکمې هر ډول پرېکړه وکړه هماغه د تطبیق وړ ده.

Views: 21

Exit mobile version