Pajhwok Afghan News

د ترکیې استانبول کې د اورلګېدنې له امله ۲۹ کسان مړه او درې نور ټپیان شوي

کابل (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۳): ترکي چارواکي وايي، د ترکيې استانبول ښار په یوه نایټ کلپ کې د اورلګېدنې له امله ۲۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپيان شوي دي.

د ترکيې دولتي اژانس انادولو د استانبول ولایت مقام خبرپاڼې پر مټ ليکلي چې دا اورلګېدنه پرون له غرمې وروسته د استانبول ښار د «بشیکتاش» سيمه کې د یوې ۱۶ پوړيزې ودانۍ تکاوي کې رامنځته شوې خو لامل يې نه دی څرګند.

سرچينې زياته کړې چې په اورلګېدنه کې ۲۹ کسان مړه او درې نور ټپيان شوي دي.

د استانبول ښاروال داوت ګل رسنيو ته ویلي، فکر کېږي وژل شوي کسان د کلب بیارغونې په چارو بوخت وو.

هغه زياته کړې، د پېښې په تړاو څېړنې پیل شوې، د کلب مدیر او د رغونې چارو د مسوول د نیولو امر هم شوی دی.

Views: 32

Exit mobile version