ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان کې مېشت یو شمیر افغانان د کډوالو ایستلو بهیر بیا پیلېدو اندېښمن کړي

4 Apr 2024 - 16:06
آرشیف
4 Apr 2024 - 16:06

اسلام‌اباد (پژواک، ۱۶ وری ۱۴۰۳): د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د روانې اپریل میاشتې په ۱۵مه له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو بهیر بیا پیلوي چې دې موضوع د یو شمېر افغانانو اندېښنې راپارولې دي.

د راپورونو پر بنسټ، پاکستان تېر کال شاوخوا ۵۰۰ زره افغانان په زور له خپل هېواده وایستل خو اوس غواړي د بېرته ستنولو دغه لړۍ بیا پیل کړي.

د پاکستان دغې پرېکړې افغان کډوال اندېښمن کړي دي.

افغان کډواله نرګس نهتاني چې له دوو کلونو راهیسې په پاکستان کې مېشته ده، له دغه هېواده د کډوالو ایستلو ‎اندېښمنه کړې‎ او وايي چې په پاکستان کې ډېری افغانان له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

هغې وويل: «په پاکستان کې مېشت افغان کډوال له ډېرو ستونزو سره مخ دي، دلته ټول د خپلو ستونزو له امله اوسیږي، ځينې يې د دوسيو د څېړلو په تمه دي، خو د دوی په زور ایستل ترخه او ستونزې راپیدا کوي، زموږ پر کېسونو منفي اغېز کوي، ځکه زموږ دوسیې د دې تر څنګ چې له افغانستانه نه څېړل کېږي، له نورو ستونزو سره هم مخ کوي.»

په افغانستان کې د یو شمېر سفارتونو تړل کېدل یو له هغو لاملونو دي چې خلک د خپلو دوسیو د مخته وړلو لپاره درېیم هېوادونو لکه پاکستان، ایران، ترکیې، تاجکستان او نورو هېوادونو ته کډوال کېږي.

نهتاني د پاکستان له حکومته وغواړي چې د افغان کډوالو په زور ایستلو بهیر ودروي او له نړۍوالې ټولنې یې وغوښتل څو دې برخه کې له افغانانو سره مرسته وکړي.

بل افغان کډوال عبدالحمید چې له څه باندې یو کال راهیسې پاکستان ته تللی وايي،‎ له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د پاکستان د حکومت پرېکړې اندېښمن کړی دی.

هغه وايي: «لږ تر لږه هغه کسان چې پاکستان ته په قانوني ويزه تللي او له ملګرو ملتونو سره ثبت دي او د ويزې موده يې نه ده پوره شوې، بايد ونه ایستل شي، ځکه دوی د خپلو دوسيو د څېړلو په تمه دي او که بېرته افغانستان ته ولاړ شي؛ له مختلفو ستونزو سره مخ کېږي.»

عبدالحمید زیاته کړه: «د پاکستان دولت د دې پر ځای چې د افغانانو لپاره شرایط سخت کړي، کولای شي یوه ښه حل‌لاره ولټوي، د بېلګې په توګه، د جریمې معاف کول او د ویزو د ورکړې او نوي کولو پروسې اسانه کول کېدای شي له کډوالو سره ښه مرسته وي.»

یو شمیر نورو کډوالو هم ورته څرګندونې وکړې او د پاکستان له حکومته یې وغوښتل څو د افغان کډوالو د ایستلو پریکړه دې لغوه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان کډوالو په زور ایستلو لومړۍ لړۍ د ۲۰۲۳ کال په نومبر میاشت کې پیل کړه او له دغه هېواده یې څو سلګونه زره افغانان وایستل.

بلخوا، د بشري حقونو فعاله مونسه مبارز وايي، د پاکستان حکومت د کډوالو ایستلو په لومړي پړاو کې ډېری افغانان وځورول.

مبارز زیاته کړه: «کور په کور یې تلاشي وکړه، زموږ خلک یې ډېر وځورول … افغانان د خپلو ستونزو د حل لپاره پاکستان ته راغلي دي، دا د پاکستان لپاره اخلاقي او انساني امر دی چې له دوی سره همکاري وکړي.»

هغه وايي: «ما او زما همکارانو د کډوالو د ایستلو په لومړي پړاو‎د مختلفو برخو له مسوولینو سره خبرې وکړې، د عدالت غوۍتنې ګروپونه مو لرل، له یون‌اچ‌سي‌ار‎ او د پاکستان د کورنیو چارو له وزارت سره مو ناستې درلودې، خو نتیجه یې ورنه‌کړه.»

هغه له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې له پاکستانه د افغان کډوالو په زور ایستلو د بهیر مخینوی وکړي څو ‎ناورين رامنځته نه‌شي.

بلخوا، په پاکستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویاند قیصرخان اپریدی په دې اړه وايي، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري د هغو راپورونو په اړه اندېښنه لري چې د ناقانونه بهرنیو وګړو (IFRP) په ځانګړې توګه د افغان کډوالو د بېرته ایستلو د دویم پړاو د عملي کېدو څرګندويي کوي.

د هغه په خبره، د پاکستان حکومت او خلکو له لسیزو راهیسې په افغانستان کې د جګړو له امله هغه هېواد ته د کډه شوو افغانانو کوربه‌توب کړی دی.

افریدی وايي،، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري‎ له پاکستان سره مرسته کوي څو د داسې یو سیسټم جوړ کړي چې د پاکستان د حکومت او د افغانانو مشروع اندېښنو ته ځواب ووايي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د پاکستان د حکومت نظر هم واخلو، خو له خبرو کولو یې ډډه وکړه.

د افغانستان حکومتي مسوولین وايي، د کډوالو د راستنېدو لپاره د امکان تر کچې چمتووالی لري او هڅه کوي چې له دوی سره د خوراکي توکو، سرپناه او جامو برخه کې همکاري وکړي.

Views: 39

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version