ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان کې ۸۰ زده‌کوونکي د سکبیس پر ناروغۍ اخته شوي

لغمان کې ۸۰ زده‌کوونکي د سکبیس پر ناروغۍ اخته شوي

author avatar
4 Apr 2024 - 15:17
لغمان کې ۸۰ زده‌کوونکي د سکبیس پر ناروغۍ اخته شوي
author avatar
4 Apr 2024 - 15:17

مهترلام (پژواک،۱۶ وری ۱۴۰۳): د لغمان پوهنې ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي ۸۰ زده‌کوونکي پر سکبیس ساري ناروغۍ اخته شوي دي.

د لغمان د پوهنې ریاست د مطبوعاتو مسوول شاه‌‌ولي نقشبندي پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ د الینګار ولسوالي د کندې‌ راجایي سیمې د شهید عبدالوهاب لېسې۸۰ زده‌کوونکي سکبیس ناروغۍ نیولي دي.

ورته مهال د یادې لېسې امر محمدنسیم انتقام وايي، د عامې روغتیا ریاست له لوري ورغلي روغتیايي ټيم یې د زده‌‌کوونکو درملنه کړې او د درېیو ورځو کورناستي سپارښتنه یې ورته کړې ده.

د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، تېره اونۍ هم په قرغیو ولسوالۍ کې ۴۰ کسان پر یاده ناروغۍ اخته شوي وو چې په وخت یې درملنه شوې ده.

سکبیس Scabies د پوستکي یو ډول ساري ناروغي ده چې د انسان پوستکی ورسره سخت خارښت کوي او پر مخ یې بخار ته ورته سرې دانې راپورته کوي.

Views: 125

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.