هرات (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۲): هرات کې ځايي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې ۲۰۰ ټنه بېکیفیته او تاریختېر خوراکي او غیرخوراکي توکي وسوځول شول.
د هرات د ګمرک استازي مولوي مطیعالله مطیع د دغو توکو سوځولو پر مهال له رسنیو سره خبرو کې ویلي، دغه توکي د محکمې د پرېکړې له مخې د څلورو (ګمرک، ښاروالۍ، عامې روغتیا او چاپېریالساتنې) ادارو د استازو په شتون کې وسوځول شول.
هغه زیاته کړه چې په یادو توکو کې درمل، تیزاب خوراکي او ارایشي توکي شامل وو.
د هرات عامې روغتیا ریاست د چاپېریالي روغتیا امریت تخنیکي او مسلکي غړي ډاکټر عبدالقیوم محمدي وویل، دغه توکي به له سوځولو وروسته تر خاورو لاندې شي؛ ځکه چې د ځینو تیزابي توکو پاتېشوني پر چاپېریال ناوړه اغېز کوي.
د هغه په خبره، د تاریختېر توکو کارول له روغتیايي پلوه خلکو ته هضمي، په ځانګړې توګه ماشومانو ته نورې ستونزې هم پیدا کوي.
د هرات ښار د درېیمې ناحیې اوسېدونکي محمدموسی عليزاده د حکومت له دغه اقدامه د هرکلي ترڅنګ پژواک ته وویل، اسلامي امارت باید د دغه بهیر پیاوړي کولو ته لومړيتوب ورکړي او پر خوراکي او غیرخوراکي توکو هر اړخیز کنټرول ولري.
Views: 12