Pajhwok Afghan News

نیمروز کې د ښځو یوه خیریه بنسټ لسګونه یتیم ماشومانو ته اختریزې ډالۍ ووېشلې

زرنج (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۳): نیمروز کې د ښځو یوه خیریه بنسټ له خلکو او سوداګرو څخه د مرستو راټولولو له لارې لسګونه یتیم او کارګرو ماشومانو ته اختریزې ډالۍ ووېشلې.

یوه ډله ښځو نیمروز کې له ځینو سوداګرو او خلکو مرستې راټولې کړي او زرنج ښار کې یې بې‌وزله کورنیو، کونډو مېرمنو او کارګرو ماشومانو لپاره اختریزې ډالۍ اخیستې او وېشلې یې دي.

د نیمرزو په مرکز زرنج ښار کې د «چشمه امید» خیریه بنسټ مرستیالې شفیقې حکیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، یوه ډله مېرمنو د یوه کمپاین په لړ کې دغه ولایت کې له مرسته‌کوونکو خلکو او سوداګرو څخه پیسې راټولې کړې دي.

نوموړی وايي، یاد خیریه بنسټ د روژې مبارکې میاشتې په پیل کې د مرستو راټولولو په موخه د ښځو یوه ۱۵ کسیزه ډله جوړه کړه.

هغه وايي، په راټولو شوو پیسو یې دغه ښار کې ۱۵۰ کارګرو ماشومانو ته جامې، بوټان، خواږه او د یوه وخت خواړه برابر کړل او ویې وېشل.

د هغه په خبره، له یادو ماشومانو سره د مرستې ترڅنګ د روژې مبارکې میاشتې په لومړیو کې یې ۳۰۰ کورنیو ته خوراکي توکي او د یاد ولایت په لرې پرتو سیمو کې ۲۰۰ ښځو ته د اختر جامې وېشلې دي.

مېرمن حکیمي وايي: «ډېر ماشومان د مجبورۍ له امله له زده‌کړو بې‌برخې پاتې دي، له سهاره تر ماښامه د کورنۍ نفقې پیدا کولو لپاره درانه کارونه کوي، غواړو چې د اختریزو ډالیو وېشلو له لارې د ماشومانو زړونه خوشحاله کړو او په څېرو یې موسکا راولو.»

ماشومان د اختریزې ډالیو په تر لاسه کولو خوشحاله دي.

زرنج ښار کې یو ۱۰ کلن کارګر ماشوم محمدکبیر، په داسې حال کې چې اختریزه ډالۍ یې په لاس کې وه، پژواک خبري اژانس ته وویل، لومړی ځل دی چې اختر کې به نوې جامې او بوټان لري او د اختر راتګ ته بې صبرانه په تمه دی څو دا جامې واغوندي.

کبیر چې د خپلې څلور کسیزې کورنۍ سرپرست دی، پلار یې د کار لپاره ایران ته تللی او کمې پیسې چې رالیږي، د کور ټول لګښتونه یې نه پوره کوي؛ ځکه دی مجبور دی چې هره ورځ تر ماښامه د بلوک‌وهلو په یوه شرکت کې کار وکړي.

هغه له نورو شتمنو کسانو او سوداګرو غواړي چې د ده په څېر ماشومانو سره مرسته وکړي.

۱۳ کلنه سلیمه چې د اختر لپاره یې ډالۍ ترلاسه کړې، وايي: «ډېره خوشحاله یم چې ژر عید شي څو دغه جامې واغوندم.»

هغه په داسې حال کې چې د اختر لپاره د ډالۍ په ترلاسه کولو یې په څېره کې خوښي ښکاري وايي، د پلار له مړینې وروسته دې او وروڼو یې له پنځو کلونو راهیسې اختر ته کالي نه دي کړي او تل به یې د خلکو زړې جامې اغوستې.

بلخوا، د نمیروز د کار او ټولینزو چارو رییس محمدعمر زبیر پژواک ته وویل: «ډېر خوشحاله شوم، دا چې اوس هم داسې خویندې شته چې د مرستې او بشردوستۍ حس یې ژوند ساتلی دی او د ټولنې زیان‌من قشر یعنې یتیمو ماشومانو ته پاملرنه کوي، دا کار یې د ایمان او د وطن دوستۍ وجدان ښکارندويي کوي، موږ د دوی د مرستو له پروګرامونه خوشحاله شوو، خدای (ج) دې زموږ خویندو ته اجر ورکړي.»

سرچینې وویل، په دې وروستیو کې د کار او ټولنیزو چارو ریاست د بې‌سرپرسته ماشومانو وضعیت ته د پاملرنې په موخه په نیمروز کې د نجونو لپاره یو دارالایتام جوړ کړ چې د جلب او جذب لړۍ یې اوس هم روانه ده او د دې ترڅنګ یې د هلکانو دارالایتام تشکیل هم ډېر کړی دی.

Views: 15

Exit mobile version