Pajhwok Afghan News

هلمند کې تېر کال د شري ناروغۍ له امله ۳۰ ماشومان مړه شوي

لښکرګاه (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۳): د هلمند د عامې روغتیا ریاست وایي، تېر کال په دغه ولایت کې ۱۰۰۰ ماشومان چې د شري پر ناروغۍ اخته وو، بستر شوي چې له جملې یې ۳۰ تنه مړه شوي دي.

د هلمند د عامې روغتیا ریاست د ساري ناروغیو برخي مسوول ډاکټر احمدضیا‌ء حیات پژواک خبري اژانس سره د یوې ځانګړې مرکې پر مهال وویل، د نورو کالونو په پرتله له تېر کال راهیسې دغه ولایت کې د شري ناروغۍ پېښې ډېرې شوې دي.

نوموړي زیاته کړه: «په تېر ۱۴۰۲ کال کې د دغه ولایت د مرکز بست روغتون په شمول د ولسوالیو په صحي مرکزونو کې زر ماشومان د شري ناروغۍ امله بستر شوي او ۳۰ تنو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.»

د هغه په خبره، سږ کال بیا د وري میاشتې په لومړیو ۱۵ ورځو کې ۲۵۰ د شري پر ناروغۍ اخته ماشومان بستر شوي دي.

نوموړي د ماشومانو د مړینې لامل د یادې ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي نشتون وباله او زیاته یې کړه چې لا هم د دغه ولایت په ګڼو سیمو کې خلک خپلو ماشومانو ته د شري ناروغۍ واکسین سربېره د نورو ساري ناروغیو له واکسین کولو ډډه کوي.

هغه وویل: «تر ټولو لوی علت په دغه ولایت کې همدا دی چې ماشومانو نه واکسین کېږي او بل د ناروغۍ پر مهال صحي مرکزونو ته نه لېږدول کېږي؛‎ ځکه د ماشومانو په مړینه کې زیاتوالی راځي.»

بلخوا بیا د هلمند د یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکي وایي، په خپلو سیمو کې روغتیایي مرکزونو ته لاسرسی نه لري؛ ځکه خو یې ماشومان د دغه ډول ناروغیو له امله ژوند له لاسه ورکوي.

د مارجې ولسوالۍ اوسېدونکی احمدشاه وايي: «د شري ناروغۍ د زیاتېدو لوی علت دا دی چې خلک ماشومانو ته واکسین نه کوي او بل په ځینو ولسوالیو کې خلک روغتیایې مرکزونو ته لاسرسی نه‌لرې، هم لویان او هم ماشومانو پر ډول – ډول ناروغیو اخته کېږي.»

دغه راز، د نهرسراج ولسوالۍ د مکتب سیمې یو بل اوسېدونکی سردارولي هم وايي: «د روغتیایي مرکزونو لرې‌والی د دې سبب شوی چې ځیني خلک خپل ماشومان د غربت له امله په وخت روغتون ته نه انتقالوي چې ورسته یې ناروغي شدید حالت ځي.»

شری یوه ساري ویروسي ناروغۍ ده چې یوازې په واکسین کولو سره یې مخنیوی کېږي او که په وخت یې درملنه ونه شي، د انسان د مړینې لامل کېږي.

Views: 23

Exit mobile version