Pajhwok Afghan News

میدان‌وردګو کې یو ملا امام وژل شوی

میدان‌ښار (پژواک، ۱۹ وری ‍۱۴۰۳): د میدان‌وردګو امنیه قومانداني وايي چې ناپېژانده وسله‌والو په دغه ولایت کې یو ملا امام په ډزو وژلی دی.

د میدان‌وردګو امنیې قوماندانۍ ویاند محمدیوسف اسرار پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه ناپېژانده وسله‌والو د نرخ ولسوالۍ په چین‌زایو سیمه کې د عبدالوکیل په نوم یو ملا امام په ډزو وژلی دی.

هغه وايي، مولوي عبدالوکیل د شپې له جوماته کور ته روان و چې ډزې پرې شوې او وژل شوی دی.

ده وویل، د دې پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي خو په اړه یې پلټنې روانې دي.

Views: 279

Exit mobile version