Pajhwok Afghan News

ملګري ملتونه: له افغانستان سره د اړتیا وړ درې میلیارد ډالرو مرستو له جملې مو یوازې شپږ سلنه تر لاسه کړي

کابل (پژواک، ۱۹ وری ۱۴۰۳): ملګري ملتونه وایي چې له افغانستان سره د بشري مرستو په موخه ۳،۰۶ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري، خو تر اوسه یې د دغو پیسو یوازې شپږ سلنه ترلاسه کړي دي.

دغه سازمان پر خپله اېکس‌پاڼه د بودجې کمښت په اړه اندېښنه ښودلې او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي چې له افغانانو د ملاتړ په موخه خپلې هڅې ډېرې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې مرستندویو بنسټونو هم ویلي چې له افغانستان سره د مرستو دوام په موخه د بودجې له کمښت سره مخ دي.

له دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي‌کوونکي دفتر ویلي وو چې دغه سازمان تېر کال د بودجې کمښت له امله مجبور شو څو پر ۱۸ میلیون افغانانو غذایي مرستې ودروي او ۳،۴ میلیون نورو ته مرستې نیمایي کړي.

د خوړو نړۍوال سازمان د تېر کال اګست میاشت کې د بودجې کمښت له امله مجبور شو چې لس میلیون کسانو ته د خوراکي او غیر خوارکي توکو د مرستې لړۍ پای ته ورسوي.

له دې مخکې ملګرو ملتونو ویلي وو چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د بشري مرستو د دوام په موخه څه باندې درې میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.

Views: 21

Exit mobile version