Pajhwok Afghan News

مولوي عبدالکبیر: اړتیا ده چې رسنۍ د نفاق له منځه وړلو او د یووالي پیاوړتیا ته کار وکړي

کابل (پژواک، ۲۰ وری ۱۴۰۳): د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال، د رسنیو مسوولینو سره په لیدنه کې ویلي، په تېرو دوو لسیزو کې د نفاق لپاره پراخې هڅې شوي، اوس اړتیا ده چې رسنۍ د نفاق له منځه وړلو او د یووالي پياوړتیا ته کار وکړي.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون ماښام د رسنیو د مسوولینو او استازو په ګډون له ګڼو سیاسي شنونکو سره ګډ روژه ماتي وکړ.

مولوي عبدالکبیر په دې لیدنه کې ویلي، د افغانانو او اسلامي نظام په خلاف له بېلابېلو لارو منفي تبلیغات روان دي او کورنۍ متعهدې رسنۍ دې د ټولنې واقعیتونه منعکس کړي.

د هغه په خبره چې د افغانستان دښمنان په هېواد کې اوسنی امنیت او په اقتصادي او سیاسي برخو کې پرمختګونه نه شي زغملی او له همدې امله هڅه کوي چې د ولس ذهنیتونه منفي لوري ته بوځي خو بریالي کېدای نه شي.

هغه زیاته کړې، اسلامي امارت د ملي ګټو او اسلامي احکامو په رڼا کې د رسنیو او رسنیزو فعالانو ملاتړ او د سیاسي شنونکو د نظرونو او مشورو هرکلی کوي.

هغه رسنیو او سیاسي شنونکو ته په خطاب کې وویل، په تېرو دوو لسیزو کې د نفاق لپاره پراخې هڅې شوي؛ اوس اړتیا ده چې رسنۍ د نفاق له منځه وړلو او د یووالي پياوړتیا ته کار وکړي.

نوموړي دغه راز له نړۍ او په ځانګړي ډول ګاونډیو سره په مثبتو اړیکو د ټینګار ترڅنګ یادونه وکړه چې اسلامي امارت له هیڅ هېواد سره د اړیکو خرابېدل نه غواړي او نړۍ هم باید د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته احترام ولري.

Views: 34

Exit mobile version