کابل (پژواک، ۲۰ وری ۱۴۰۳): ستره محکمه وایي چې د اسلامي امارت مشرتابه د فرمان له مخې، د کوچني اختر په مناسبت د هېواد له زندانونو ۲۸۵۵ بندیان خوشي شوي دي.
د افغانستان سترې محکمې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د اسلامي امارت مشرتابه د حکم او د سترې محکمې د رییس او قاضيالقضات په هدایت د یوه مشخص طررالعمل پر اساس د هېواد په کچه له زندانونو ۲۸۵۵ هغه بندیان چې د عفوې مستحق وو، خوشي شول.
سرچینې زیاته کړې، ۱۴۲۰ نور بندیان چې د تخفیف وړ وو، د بند په موده کې یې تخفیف ورکړل شو.
دا په داسې حال کې ده چې د وري په ۱۸مه په کابل کې د اسلامي امارت مشرتابه د فرمان له مخې، د کوچني اختر په مناسبت د څرخي پله له زندانه د ۴۰ ښځو په ګډون ۴۰۶ بندیان خوشي شول.
Views: 36