Pajhwok Afghan News

بابر اعظم: نړۍوال جام کې له افغانستانه د ماتې خوړلو په شپه مې هیڅ خوب ونه شو کړای

کابل (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۳): د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر وایي، کله چې افغانستان د یو ورځنیو سیالیو په تېر نړۍوال جام کې پاکستان ته ماته ورکړه، په هغه شپه یې هیڅ خوب ونه شو کړای.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې مشر بابر اعظم د یوې پاکستاني رسنۍ یوه خپرونه کې ویلي، هغه ورځ ورته «ډېره سخته وه» چې د هند په چنای کې یې افغانستان ته لوبه وبایله.

هغه زیاته کړې: «هغه زما لپاره ډېره سخته ورځ وه، په هماغه شپه مې خوب ونه وشو کړای، سختې ورځې د ژوند برخه دي او زده‌کړه ترې په‌کار ده»

اعظم ویلي چې دوی ښې منډې کړې وې خو افغان لوبغاړو ښه لوبه وکړه او لوبه یې وګټله.

۲۰۲۳ کال پنځوس اوریزه نړۍوال جام کې د پاکستان لوبډلې له پرله‌پسې ماتو وروسته بابر اعظم له لوبډلمشرۍ استعفا وکړه او پر ځای یې تېز توپ‌اچوونکی شاهین‌شاه اپریدی وټاکل شو، خو څو ورځې مخکې د پاکستان کرکټ بورډ بابر اعظم بېرته لوبډلمشر وټاکه.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په تېر ۲۰۲۳ کال په پنځوس اوریز نړۍوال جام کې د اکتوبر په ۲۳مه د لومړي ځل لپاره په یو ورځنیو سیالیو کې پاکستان ته ماته ورکړه.

Views: 16

Exit mobile version