Pajhwok Afghan News

لښکرګاه کې د رمضان جام په نوم کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

لښکرګاه (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۳): لښکرګاه ښار کې د رمضان جام په نوم د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټيپ بال لس اووریزې سیالۍ د «ازاد» لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حافظ عبدالباري راشد پژواک خبري اژانس ته وویل، د لښکرګاه ښار د شپې لېسې په کرکټ لوبغالي کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټيپ بال ۱۰ اووریزې سیالۍ چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې پیل شوې وې، تېره شپه د ازاد لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

ورته مهال دغه ولایت کې د ټيپ بال کرکټ مسوول قاري خان وویل، له دغو سیالیو څخه یې موخه لوبو ته د ځوانانو هڅول او په روژې میاشت کې د لوبغاړو بوخت ساتل وو.

د یادونې ده چې د دغو سیالیو لومړۍ او دویم مقام ګټونکو لوبډلو ته یو – یو عراده موټرسایکلونه ورکړل شول.

Views: 27

Exit mobile version