Pajhwok Afghan News

امریکا کې وسله‌وال برید؛ یو کس وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي

کابل (پژواک، ۲۳ وری ۱۴۰۳): د امریکایي رسنیو د راپور له ‌مخې، نن سهار په واشنګټڼ کې نامعلومو وسله‌والو پر عامو کسانو ډزې کړې چې له امله یې یو کس وژل شوی او د دوو ماشومانو په ګډون پنځه نور ټپیان شوي دي.

یو شمېر امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې نن د (اپریل یوولسمه) د امریکا پر وخت شپږ بجې، څو وسله‌والو کسانو د دغه هېواد په پلازمېنه واشنګټن کې د سړک پر سر پر عامو خلکو ډزې کړې دي.

رسنیو د ځايي پولیسو د یوه مشر پامیلا سمیټ له قوله لیکلي چې پېښه کې یو کس وژل شوی، دوه سړي، یوه ښځه او دوه ماشومان ټپیان شوي دي.

هغه د وسله‌والو کسانو د شمېر له مشخص کولو پرته ویلي: «شکمن کسان له موټره کوز شول او بیا یې د سړک پر سر پر عامو خلکو ډزې وکړې.»

د یادونې ده، په دې ورستیو کې د امریکا له بېلابېلو ایالاتونو د دغه ډول وسله‌والو بریدونو راپورونه ورکول کېږي.

Views: 29

Exit mobile version