ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

میدان‌وردګو کې د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال اختریزې سیالۍ پیل شوې

میدان‌وردګو کې د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال اختریزې سیالۍ پیل شوې

author avatar
12 Apr 2024 - 09:42
میدان‌وردګو کې د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال اختریزې سیالۍ پیل شوې
author avatar
12 Apr 2024 - 09:42

میدان‌ښار (پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۳): د میدان‌وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال اختریزې سیالۍ پيل شوې.

د المپیک ملي کمېټې او سپورت عمومي ریاست پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه سیالۍ تېره ورځ د چک ولسوالۍ په سیاب ‌دره کې پیل شوې دي.

سرچینې لیکلي، د یادو سیالیو د پیل لوبه د «ښکلا» او «سیاب اتلانو» ‌لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې پايله کې ښکلا لوبډلې د صفر- دوه میدانونو په توپير بريا خپله کړه.

د یادونې ده چې یادې سيالۍ د ځوانانو ترمنځ د يووالي فضا رامنځته کولو په موخه جوړې شوې دي.

Views: 75

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.