Pajhwok Afghan News

عمري: د دیني زده‌کړو ترڅنګ باید عصري علومو ته هم پاملرنه وشي

خوست ښار (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۳): د کورنيو چارو وزارت لومړي مرستيال مولوي محمدنبي عمري خوست ولایت کې یوې غونډې ته ویلي، د موجوده نظام د بقا لپاره اړينه ده چې د حکومت مشران د ديني علومو ترڅنګ عصري علومو ته هم لازمه پاملرنه وکړي.

هغه دا څرګندونې نن د خوست په ميخانيکي انستيتوت کې هغه غونډې ته وکړې چې د يو شمېر محصلينو د تشويق په موخه جوړه شوې وه.

مولوي محمدنبي عمري غونډې ته وويل، د موجوده نظام د بقا لپاره اړينه ده چې د حکومت مشران د ديني علومو ترڅنګ د عصري علومو زده کړې ته هم لازمه پاملرنه وکړي.

نوموړي وويل: «که یو تر بله ونه زغمو، يو تر بله احترام ونه کړو او يو تر بله دا حس نه کړو چې انجينره تاته هم ضرورت دی، ډاکټر صاحب تاته هم ضرورت دی او يوازې زه ووايم چې کرسۍ باندې ناست يم او وطن جوړ دی، موټر راسره دی، ملا صاحب يم، قاري صاحب يم دا نظام په والله که جوړ شي او والله که بقا وکړي. دا که هر څوک کوي دا به اشتباه کوي.»

په ورته مهال، د ياد انستيتوت يو شمېر محصلينو بيا پژواک اژانس ته وويل، هغه وسايل چې دوی ترې د عملي زده‌کړو په برخه کې ګټه اخلي، ډېر پخواني دي.

د برق څانګې يوه محصل اميدالله عليزي پژواک اژانس ته وويل چې د عملي زده‌کړو لپاره باید دوی ته د اوسني عصر سره سم وسايل ورکړل شي.

هغه وويل: «د خوست ميخانيکي انستيتیوت کې د پنځوسو او شپېتو کلونو پخواني وسايل دي، له هغو څخه نور کار نه اخيستل کېږي، نو له دولت څخه مو خواهش دا دی چې موږ ته نوي وسايل، نوي تکنالوجي راوړي، څو په راتلونکي کې ترې نوي شيان جوړ کړو.»

د ياد انستيتیوت د کمپيوټرساينس څانګې محصل همت‌الله چې د طب په برخه کې يې يو سافټوېر جوړ کړی بيا پژواک اژانس سره خبرو کې وويل، که دولت ورته امکانات او لوازم برابر کړي، هر محصل دا وړتيا لري چې یو نوښت وکړي.

هغه وايي: «ما سره دومره پيسې نه وې چې د لسو زرو يا د پنځلسو زرو يو کمپيوټر مې اخيستی وای او دغه پروژه مې پرې تکميل کړې وای، پوهنتون ته به راغلم او د پوهنتون له کمپيوټرڅخه به مې يو ساعت او دوه ساعته ګټه اخېسته او کار به مې په کې کاوه.»

د معلوماتو له مخې، د خوست ميخانيکي انستيتیوت چې په ۱۳۳۶ لمريز کال کې د المان هېواد په مرسته جوړ شوی، دا مهال په اوو بېلابېلو رشتو کې ۱۵۰۰ محصلين لري.

Views: 81

Exit mobile version