چاریکار (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۳): د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست مسوولین وايي، د وروستیو واورو او ورښتونو له امله د سالنګ لویه لار د ټېلري موټرو پر مخ تړل شوې خو نور باروړونکي او مسافروړونکي موټر پر یاده لار تګ راتګ کولای شي.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې رییس مولوي عبدالحلیم اغا پژواک خبري اژانس ته وویل، د سالنګ لویه لار د واورو او ورښتونو له امله له دواړو لورو د ټېلري موټرو پرمخ تړل شوې ده.
هغه زیاته کړه، یاده لویه لار د مسافروړونکو موټرو پرمخ خلاصه ده خو باروړونکي موټرونه به له نن څخه وروسته په نوبتي توګه د سالنګ پر لویه لار تګ را تګ وکړي.
د هغه په خبره، اوسمهال شمالي سالنګ کې باران او جنوبي سالنګ کې واوره ورېږي.
هغه له موټرچلوونکو وغوښتل چې د ټرافیک د مدیرت قوانین او د سالنګونو ساتنه په پام کې ونیسي.
Views: 26