Pajhwok Afghan News

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن پر اسرائیلو د ایران د برید په اړه بیړنۍ غونډه کوي

کابل (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا به نن یکشنبه پر اسرائیلو د ایران د برید د څېړلو په اړه غونډه وکړي.

اسرائیلو د روانې اپریل میاشتې په لومړۍ د سوریې پلازمېنه دمشق کې د ایران پر کنسولګرۍ برید وکړ چې په پایله کې یې د ایران سپاه پاسدران اووه غړي ووژل شول او له دغه برید وروسته د ایران، اسرائیلو او امریکا ترمنځ اړیکې نورې هم ترینګلې شوې.

د راپورنو له مخې، نن سهار وختي،  له ایرانه پر اسرائیلو شاوخوا ۲۰۰ډرون، کروز او بالستیک توغنديیز بریدونه شوي دي.

د بي‌سي‌سي د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا به نن (یکشنبه) د اسرائیلو په غوښتنه پر دغه هېواد د ایران د برید د څېړلو په اړه غونډه وکړي.

د مالټا د پلاوي ویاند چې د امنیت شورا دوره‌یي مشري کوي ویلي، دا غونډه به د نیویارک پر وخت مازیګر څلور بجې د اسرائیلو پر وړاندې د ایران د بې‌ساري برید د بیا کتنې لپاره جوړه شي.

له دې مخکې په ملګروملتونو کې د اسرائیلو سفیر هم دغې شورا ته د یوه لیک په استولو سره د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې رابللو غوښتنه کړې وه.

Views: 20

Exit mobile version