ترینکوټ، فیروز کوه (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۳) ځايي مسوولین وايي، د اروزګان – کندهار او غور – فاریاب ولایتونو لویې لارې د سیلابونو راوتو له امله د هر ډول تګ – راتګ پر مخ تړل شوې دي.
د اروزګان ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند بلال اروزګاني پژواک خبري اژانس ته وویل، د اروزګان – کندهار لویه لار نن سهار د کندهار د شاولیکوټ ولسوالۍ ویان سیمه کې د سیلابونو راوتلو له امله تړل شوې ده.
هغه له مسافرو او موټرچلوونکو وغوښتل چې د لارې تر بېرته پرانیستل کېدو دې له تګ – راتګ ډډه وکړي.
نوموړی وايي، امنیتي ځواکونو هڅې پیل کړې چې یاده لار ژر تر ژره پرانیزي.
په ورته وخت کې، د غور سیمهییز مسوولین وايي، دغه ولایت کې هم د بارانونو له امله سیلابونو راوتلي چې د غور – فاریاب لویې لارې په ګډون یې له مرکز فیروزکوه سره هم د یو شمېر ولسوالیو لارې تړلې دي.
د دغه ولایت د والي ویاند عبدالواحد حماس پژواک ته وویل، هڅه کوي څو یادې لارې ژر تر ژره د تګ – راتګ پر مخ پرانیزي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې په ګڼ شمېر ولایتونو کې سخت بارانونه اوري او اټکل شوی چې د روانې اونۍ ترپایه به دوام ولري.
Views: 46