Pajhwok Afghan News

تېر کال د ۲۷ میلیون ډالرو په ارزښت جلغوزي صادر شوي

کابل (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۳): د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې تېر لمریز کال کې د ۲۷ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت څه باندې ۲۵۰۰ ټنه جلغوزي بهر ته صادر شوي دي.

د یاد وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ۱۴۰۲ لمریز کال په اوږدو کې د ۲۷ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت ۲۵۲۳ ټنه جلغوزي له افغانستانه بهر ته صادر شوي دي.

دی وايي، دغه اندازه جلغوزي چین، هند، پاکستان، عربي متحده اماراتو، او امریکا ته صادر شوي دي.

په ورته مهال، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونه وايي، د پرله‌پسې ‎وچکالیو له امله د جلغوزو حاصلات د پام وړ کم شوي چې دوی یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجي‌زاده وویل: «زموږ کرنه له اوبو سره تړلې ده او ترڅنګ یې جلغوزه یو ارزښتناکه مېوه ده، جلغوزه یعنې تور سره زر، باید غوره بازار ورته پیدا شي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، وړم ۱۴۰۱ لمریز کال کې له افغانستانه بهر ته د ۴۹ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت جلغوزي صادر شوي وو.

جلغوزي د افغانستان ارزښناکه مېوه ده چې د نورو هېوادونو ترڅنګ چین ورته زیاته تقاضا لري.

Views: 22

Exit mobile version