کابل (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۳): د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له سېلابځپلو کورنیو سره د خواخوږۍ په موخه اروزګان ته تللی او ویلي یې دي په دغه ولایت کې یې د سیلابځپلو کورنیو ته یوه اندازه مرستې هم په پام کې نیولي دي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د معلوماتو له مخې، چې په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سېلابونو راوتو له امله ۵۰ کسان مړه، لسګونه نور ټپیان او څه باندې ۶۰۰ کورونه په نیمه او بشپړ ډول وېجاړ شوي دي.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له سېلابځپلو کورنیو سره د مرستې او خواخوږۍ په موخه اروزګان ولایت ته سفر کړی او دغه څرګندونې نن په دغه ولایت کې یوې غونډې ته وکړې.
هغه وویل، د اسلامي امارت چارواکي به د هېواد په هره سېمه کې له هغو خلکو سره مرسته او لاسنیوی به یې وکړي چې د سیلابونو له امله زیانمن شوي دي.
ملا برادر زیاته کړه، د اروزګان ولایت د سیلابځپلو کورنیو لپاره یې یو څه مرسته راټوله کړې ده چې د دغه ولایت د والي په مشرۍ به تر اړمنو پورې ورسېږي.
د اروزګان والي عنایتالله شجاع هم په دغه غونډه کې ویلي چې یاده مرسته به شفافه توګه تر اړمنو او ځپلو شویو کورنیو ورسوي.
دهغه په خبره چې وروستیو ورښتونو د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ځاني زیانونو ترڅنګ ګڼ مالي زیانونه هم خلکو ته اړولې او د سیلابځپلو کورنیو د سروې لپاره یوه کمېټه هم ټاکل شوی ده.
Views: 21