کابل (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۳): په کابل کې د ایران سفارت مرستیال د ریاستالوزرا له سیاسي مرستیال سره په لېدنه کې ویلي، په ایران کې د اسلامي امارت مخالفین د عادي کډوالو په توګه ژوند کوي او د سیاسي فعالیتونو اجازه نه لري.
د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې د رئیسالوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ایران د سفارت له مرستیال سیدحسن مرتضوي او مل پلاوي سره وکتل.
سرچينې لیکلي، په دې لیدنه کې مرتضوي د وروستیو نړۍوالو مسایلو په اړه د اسلامي امارت د دریځ او بهرني سیاست د ستاینې تر څنګ د کابل او تهران د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.
مرتضوي ویلي، تهران د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د خرابو اړیکو پلوی نه دی او هڅه کوي څو د سیمې له هېوادونو سره د اسلامي امارت مثبت تعامل ته لاره هواره کړي.
د نوموړي په وینا، په ایران کې د اسلامي امارت مخالفین د عادي کډوالو په توګه ژوند کوي او د سیاسي فعالیتونو اجازه نه لري.
مرتضوي څرکنده کړه چې تهران د اسلامي امارت او ایران ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د شوو تړونونو پلي کېدو ته د لارې هوارېدو سربېره، له افغانستان سره د اقتصاد، سوداګرۍ او روغتیا برخه کې همکاریو ته چمتو دی.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، په کابل کې د ایران سفارت مرستیال او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ پر اسرائیلو د ایران برید له ځان څخه د ایران د دفاع مشروع حق یاد کړ.
نوموړي له افغانانو سره د ایران له مرستو او همکاریو څخه د مننې ترڅنګ، د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې اسلامي امارت له ټولو ګاونډیو سره ښې اړیکي غواړي.
Views: 46