Pajhwok Afghan News

د غره ښویېدو ‎او سېلاب له امله د بلخ – سمنګان لویه لار وتړل شوه

اېبک (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۳): د سمنګان ځايي مسوولین وايي چې د سېلاب او غره ښویېدو له امله د اېبک – مزارشریف لویه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

سمنګان کې له ‎طبیعي پېښو سره د مبارزې مدیر عبدالقدوس لطیف پژواک خبري اژانس ته وویل، د اېبک – مزارشریف لویه لار د دوشنبې شپې (د وري۲۶مې) له نهو راهیسې د دغه ولایت د خلم ولسوالۍ په تنګی‌صیاد سیمه کې د غره ښویېدو او سېلاب راوتلو له امله د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.

هغه زیاته کړه، د تېرې شپې له نیمایي تر اوسه د یادې لویې لارې پرانیستلو هڅې روانې دي.

نوموړي وویل، اوسمهال په سمنګان کې طبیعي پېښو ته د رسېدو او ټولګټو چارو ریاستونه سیمې ته رسېدلي څو یاده لار د ترافیکو پر مخ پرانیزي.

د سرچینې په وینا، د یادې لارې تړل کېدو له امله دواړو خواوو کې سلګونه موټر ایسار پاتي او مسافر له ستونزه سره مخ دي.

د یادونې ده چې یاده لویه ‌لار شمالي ولایتونه له پلازمېنې کابل سره نښلوي.

Views: 16

Exit mobile version