کندهار (پژواک، ۲۹ وری ۱۴۰۳): د کندهار سیمهییز چارواکي وایي، د دغه ولایت په سپینبولدک ولسوالۍ کې یوه څوارلس کلن هلک ځانوژنه کړې ده.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشېد پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه نن سهار رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه چې دغه هلک له خپل پلار سره تر جنجال وروسته ځان یوې څاه ته غورځولی او ساه یې ورکړې ده.
د یادونې ده، ځانوژنه د اسلام له نظره کبیره ګناه ده او هیڅکله باید هیڅوک د ژوند د کړاوونو له امله دې چارې ته مخه نه کړي، بلکې پر ځای یې باید د ستونزو د حل لپاره لاس په کار شي.
Views: 31